د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایلي ضلعو کې د انتخاباتو مهالوېش د مې پر شپږمه اعلانېږي


اسلام اباد ـ د پاکستان د انتخاباتو کمېشن ویلي، په خیبر پښتونخوا د ورګډو قبایلي ضلعو په ۱۶ حلقو کې، د انتخاباتو لپاره شېډول (مهالوېش) به د مې پر شپږمه نېټه جاري کړي.

د کمېشن په وینا، له دې سره سم به انتخابي فهرستونه کنګل کړل شي او له دې وروسته به هېڅوک د خپل ووټ اندراج یا منتقلي نه شي کولی.

د قبایلي ضلعو د پارلېمان ځینو غړو په دې څوکیو کې د زیاتوالي بل په قامي اسمبلۍ کې جمع کړی چې وایي ډیر ژر به فیصله شي.

دوی غوښتنه کوي چې د قبایلي ضلعو لپاره د څوکیو شمېره دې له ۱۶ څخه ۲۴ ته پورته کړل شي.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د کورمې استازي منیرخان اورکزي مشال راډیو ته وویل، قبايلي اولس ته دې د ابادۍ په تناسب سره څوکۍ ورکړل شي.

الېکشن کمېشن د ایين او قانون پابند دی او د موجوده قانون مطابق چې کوم کار وي، هغه که حلقه بندۍ وي او که ووټر لېسټ جوړول، يا په هغې کې بدلون کول، دا د الېکشن ایکټ ۲۰۱۷ مطابق روان دي.
سهېل احمد

د نوموړي غوښتنه وه چې د قامي اسمبلۍ د یوې څوکۍ په سر دې ورته د صوبایي اسمبلۍ دوه څوکۍ ورکړل شي:

"هغه بل موږ جمع کړو، اسمبلۍ هغه د بحث لپاره منظور کړو، سپیکر هغه کمېټۍ ته ولېږداوه چې په هغې بحث وشو او اوس به پر اتمه نېټه په اسمبلۍ کې پر هغې ووټونه اچول کېږي. هیله لرو چې دا بل به په [۶۶٪] اکثریت منظور شي او سیټونه به مو زیات شي."

اوس چې یو پلو د می پر شپږمه الېکشن کمېشن د انتخاباتو فهرست جاري کوي او بل لوري ته د مې پر اتمه په قامي اسمبلۍ کې د قبایلي ضلعو د څوکیو د زیاتولو یه د نه زیاتولو اړوند ووټونه اچول کېږي نو دا پروسه به څنګه پر مخ ځي؟ د دې پوښتنې په ځواب کې د خیبر پښتونخوا د الېکشن کمېشن ویاند سهېل احمد وايي:

"الېکشن کمېشن د ایين او قانون پابند دی او د موجوده قانون مطابق چې کوم کار وي، هغه که حلقه بندۍ وي او که ووټر لېسټ جوړول، يا په هغې کې بدلون کول، دا د الېکشن ایکټ ۲۰۱۷ مطابق روان دي او موږ به په هغې عمل کوو. اوس که داسې صورتحال جوړېږي چې څه نوی قانون جوړېږي یا دا بل اسمبلي پاس کوي، نو دا به بیا وروسته کتل کېږي. خو الیکشن کمېشن د موجوده قانون پابند دی او د هغې مطابق به د انتخاباتو د شېډول اعلان کوي."

د پاکستان الېکشن کمېشن د پخوانیو قبایلو سیمو خېبرپښتونخوا کې د ورګډېدو وروسته د دې سیمو لپاره د صوبایي اسمبلۍ ۱۶ څوکۍ اعلان کړي چې پکې د باجوړ درې، د مومندو دوه، د خېبر درې، د کرمې دوه، د اورکزو یوه، د شمالي او جنوبي وزیرستان دوه دوه او د ایف ار یوه څوکۍ شامله ده.

XS
SM
MD
LG