د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې د ورک کړل شوو کسانو کورنیو پرلت وهلی دی


د ورک کړل شوو کسانو لپاره د احتجاج پخوانی عکس
د ورک کړل شوو کسانو لپاره د احتجاج پخوانی عکس

د پاکستاني ولسمشر عارف علوي د کراچۍ د کور مخې ته د یو شمېر ورک کړل شوو کسانو د خپلوانو له خوا وهل شوی پرلت دوام لري.

د اپرېل له ۲۸مې نېټې راهسې د روان دې پرلت یوې برخه والې او د بشري حقونو مبارزې نغمې شېخ د مې پر دریمه مشال راډیو ته وویل دا یوازې له شعیه مسلک سره د اړه لرونکو ورکړل شوو کسانو کورنۍ دي.

د دې په وینا ، که څه هم یو څو کسان خوشي شوي دي خو بیا به هم دا پرلت تر هغه وخته روان وي تر څو چې له کراچۍ د شعیه مسلک تښتول شوي شاوخوا ۶۰ کسان نه وي خوشي شوي.

دې وویل ، “دا به تر هغه وخته روان وي تر څو چې ټول کسان پرلت ته نه وي راوړل شوي. داسې پرلتونه او مظاهرې اوس په نورو ښارونو کې هم پیل شوې دي او که دوي کسان خوشي نه کړل نو د نړۍ په نورو هیوادونو کې به هم پیل شي.”

په سیند کې د ورک کړل شوو کسانو د خوشي کولو لپاره د مبارزه کونکي سازمان مرستیالې مشرې سورټ لوهار مشال راډیو ته وویل ، یوازې دا شپېته تنه نه دي بلکې د دې په وینا سیندهي ملتپال هم ورک دي.

سورټ لوهار وویل ، “موږ چې تر اوسه د سیندهیو ملتپالو سیاسي کارکنانو کوم لسټ جوړ کړی دی په هغوي کې شاوخوا سل تنه ورک دي. خو ډېری کورنۍ داسې دي چې ریاست په بېلا بېلو طریقو وېرولې دي او هغوي اوس د ورکو خپلوانو په اړه لا غږ نشي پورته کولای”.

د سیند د کار او خدمتونو وزیر سید ناصر حسېن شاه په کراچۍ کې د ولسمشر د کور مخې ته د روان پرلت په اړه مشال راډیو ته وویل ، “د دوي چې کومې اندېښنې دي د هغه په اړه موږ له دوي سره لیدلي وو او باور مو ورکړی دی چې بې ګناه خلک به په بند کې نه ساتل کېږي او دا مناسب نه دي چې په داسې طریقه خلک په بند کې وساتل شي.”

له سید ناصر حسېن شاه څخه مې وپوښتل چې دا ورک کسان چېري دي او چا وړي دي نو هغه وویل چې نور دوي ته نه دي مالوم خو په عدالت کې ځینې مقدمې روانې دي.

په پاکستان کې د ورک کړل شوو کسانو د خوشي کولو لپاره دا لومړی احتجاج نه دی بلکې د بلوڅو له خوا داسې احتجاجونه له تېرو څه باندې لسو کالو او د پښتنو د ورک کړل شوو کسانو د پیدا کولو لپاره په ځانګړې توګه احتجاجونو په تېر یو کال کې ډېر زور نیولی دی.

د دې درې واړه قامونو احتجاج کونکي فعالان تور پورې کوي چې د پاکستان پوځ او جاسوسي ادارو دا کسان تښتولي دي خو هغوي یې نه مني.

XS
SM
MD
LG