د لاسرسي ځای

تازه خبر

خليلزاد: دا یې وخت دی چې طالبان وسله وغورځوي

د افغانستان سولې لپاره د امريکا بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى وايي، د دې وخت راغلى چې طالبان وسله پر ځمکه کښېږدي، جګړه ودروي او سوله وکړي.

زلمي خليلزاد بېګا شپه پر خپل ټويټر ليکلي چې د خبرو لپاره د قطر په پلازمېنه دوحه کې دى.

نوموړي کاږي چې د طالبانو له استازیو سره د کتنې په پيل کې یې طالبانو ته ويلي چې افغانان د دوى خويندې او وروڼه دي او غواړي چې په هېواد کې يې جګړه پاى ته ورسېږي.

خو ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسله‌والو طالبانو وياند بولي نن د جګړې درولو لپاره د زلمي خليلزاد غوښتنه رد کړې ده.

راپورونه وايي، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي او د طالبانو د استازو ترمنځ شپږم پړاو خبرې تېره چارشنبه پيل شوې وې.

د طالبانو وياند د چارشنبې په ورځ ليکلي وو چې خليلزاد د طالبانو د سياسي دفتر له مشر ملا برادر سره کتلي دي دوی وايي چې د شنبې ورځ به بیا خبرې پیلېږي.

XS
SM
MD
LG