د پاکستان سپريم کورټ د پخواني وزيراعظم او د مسلم ليګ ن رهبر نواز شريف دضمانت غځولو درخواست رد کړ. نوموړی د مارچ پر شپږويشتمه نېټه سپريم کورټ د شپږو اونیو لپاره په ضمانت خوشې کړی وو چې د مې پر اوومه نېټه یې موده پوره کېږي.
نن د جمعې په ورځ د سپريم کورټ چيف جسټس اصف سعيد کوسه په مشرۍ درې کسيزه جرګګۍ (بنچ) د نواز شريف د ضمانت موده زياتولو په اړه د بیاکتنې پر درخواست اورېدنه وکړه. د نواز شريف وکيل خواجه حارث دلايل ورکولو پروخت وويل د موکل ضمانت موده يې په ختمېدو ده او طبيعت يې د پخوا په نسبت اوس زيات خراب دی نو د نوموړي د ضمانت موده دې وغځول شي چې په ښه شان خپله درملنه جاري وساتي.
عدالت د دلايلو تر اورېدو پس د نواز شريف د ضمانت موده غځول او له هېواده بهر درملنې کولو درخواست هم رد کړو.
د نواز شریف د ضمانت موده د روانې مياشتې په اوومه نېټه ختمېږي. سپريم کورټ د مارچ پر شپږويشتمه نواز شريف د شپږو اونیو لپاره په ضمانت خوشې کړی وو. عدالت هغه وخت په خپله فېصله کې ويلي ول نواز شريف که د پاکستان په کوم هسپتال یا ډاکټر علاج کول غواړي نو ورته اجازه ده خو له هېواده بهر نه شي تلی.
نن د اورېدنې پر وخت د سپريم کورټ ودانۍ دننه او بهر نه خو په زيات شمېر کې د مسلم ليګ ن پارلماني استازي او نه يې کارکنان موجود ول، بلخوا تېره ورځ د مسلم ليګ ن ګوند دننه ځنې مهم بدلونه هم مخې ته راغلل د یاد ګوند صدر شهباز شريف پرځای رانا تنوير د پبلک اکاونټ کمېټۍ مشر او خواجه اصف نوی پارليماني ليډر وټاکل شو.
خبریال او سياسي چارو پوه هارون رشيد وايي د مسلم ليګ دننه له ناڅاپي بدلونونو څخه دا ښکارېدل چې د یاد ګوند مشران له ایسټبلشمنټ یو څه جوړ جاړي خوا ته روان دي او د شريف کورنۍ دې ته تياره شوې چې د ګوند نورو کسانو ته به مهمې څوکۍ ورکړي او پخپله به یو طرف ته شي خو نن چې کومه د سپريم کورټ فیصله راغله نو ترې ښکاري چې له عدالت سره معاملات نه دي هوار شوي.
د ۲۰۱۹ ز کال د ډیسمبر پر څلورویشتمه د اسلام اباد احتساب عدالت نواز شريف ته په العزيزيه سټيل مل قضیه کې د اوو (۷) کالو بند او جرمانې سزا واوروله او له هغه پس نوموړی لومړی د پنډۍ اډيالې زندان ته او ورستو د لاهور کوټ لکهپت جيل ته واستول شو.