د لاسرسي ځای

تازه خبر

تر اوږده ځنډ پس د مومندو پر ډېم کار پرانستل شو


په پښتونخوا کې د تربېلا ډېم تصویر
په پښتونخوا کې د تربېلا ډېم تصویر

د پاکستان وزیر اعظم عمران خان نن د اپرېل پر دوهمه نېټه د مومندو ډېم پرانستو پرمهال وویل، ټولو ته مالومه ده چې ډېمونو ته څومره اړتيا ده. د هغه وینا وه، حکومت یې هوډ کړی چې په قبایلي سیمو زیاتې پیسې ولګوي.

نوموړي زیاته کړه: ''موږ به د راتلونکې سوچ کوو. زموږ د حکومت دا هوډ دی چې په قبايلو به ډېره خرچه کوو. موږ به هڅه کوو چې له قامي مالياتي فنډه قبايلي سيمو ته د کال پر سر سل اربه روپۍ ورکول پیل شي نو له دې سره به په راتلونکیو لسو کلونو کې قبايلي سيمې په بشپړه توګه بدلې شي.''

لا هم ځينې صوبايي حکومتونه قبايلي سيمو ته له قامي مالياتي فنډه د درې فيصده برخې ورکولو ته راضي نه دي. چارواکي وایي د مومندو ډیم له جوړولو سره اته سوه میګاواټه بجلي پيدا کېدلی شي.

دغه ډیم چې د سوات سیند په اوبو د مونډا اوبه خور په ځای کې جوړېږي له پېښوره شمال پلو ته د ۳۷ کلومیټره په واټن پروت دی.

د څه باندې درېوو سوو اربو پاکستانيو روپو په لګښت د جوړیدونکې ددغه پروژې له مخې به دا ډيم۱۲لاکه اېکړه فوټه اوبو زېرمولو جوګه وي او ۸۰۰ مېګا واټه بجلي به پیدا کوي.

په ۸۱ زره ۸۲۷ ایکړه ځمکه د جوړېدونکي دې ډېم لوړوالی به ۶۹۸.۸۲ او پلنوالی به یې ۷۶۰ مټیره وي. له دې ډېم څخه به پاکستان ته هر کال د څلورو اربو او ۹۸ کروړو روپو اوبه او د ۱۹اربو او ۶۰ کروړو روپیو بجلي په لاس ورځي.

له دې ډېمه وتلي نهرونه به د مهمندو ۱۶زره ۶۶۷اېکړه للمې ځمکې خړوبوي.

د ډېم په پروژه کې ویل شوي چې د دې له جوړیدو سره به د چارسدې او‌ نوښار زیاتره سیمې هم د سېلاوونو له خطره خوندي شي.

ټاکل شوې ده دا پروژه به په راتلونکو پینځو کلونو یانې ۲۰۲۴ز کال سرته ورسېږي.

د مهمند ډېم ټیکې هم په دا ورستیو کې سخت جنجالونه راټوکولي ول. مخالفو ګوندونو تور لګولو چې د ډېم ټېکه د قواعدو برعکس د وزیراعظم عمران خان د یوه سلاکار عبدلرزاق داود د زوی کمپنۍ ډیسکون ته ورکړل شوې ده. خو د تحریک انصاف حکومت دا تورونه ردوي او وايي چې د ټېکې ورکولو کې هېڅ ټګي برګي نه ده کړې او د دوی تر حکومت وړاندې ډیسکون او چاینا ګیزوبا کمپنیانو ته ورکړل شوې وه.

XS
SM
MD
LG