د افغانستان سولې لپاره د امريکا بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي په افغان امن بهیر کې د اندونيزيا د ملاتړ ستاينه وکړه.
زلمي خليلزاد نن په ټويټر کې ليکلي چې په دوحه کې د نننيو مذاکرو په درشل کې يې د اندونيزيا د بهرنيو چارو له وزيرې ريتنو مارسودي سره کتلي دي.
خليلزاد ليکلي چې اندونيزيا د افغانستان د سولې په پروسه کې د همکارۍ او شراکت وړانديز کړى دى.
نن په دوحه کې د امريکايي پلاوي او طالب استازیو ترمینځ شپږم پړاو خبرې وشوې.
ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسلهوالو طالبانو وياند معرفي کوي رسنيو ته په يوه ايميل کې ليکلي چې ښاغلي خليلزاد د طالبانو د قطر د دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره کتلي دي.
د سولې عالي شورا مرستيال عبدالخبیر اوچقون د مې پر لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وویل، پر دوو موضوعاتو خبرې کېږي:
"په شپږم پړاو خبرو کې زیات امکان شته چې دوی دې دوو اجنداوو ته، یو اوربند او بل د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره سره هوکړې ته ورسېږي."
په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين مشال راډيو ته ويلي چې دوى پر دوو موضوعاتو چې مخکې هم ورباندې بحث شوى، په تفصيل خبرې کوي: د بل چا په وړاندې د افغانستان د خاورې نه کارول کېدل او له هېواده د بهرنيو ځواکونو وتل.