د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځ دې سیاسي بیانونه نه ورکوي: اپوزېشن


د پاکستان د قومي اسمبلۍ یو عکس

د پاکستان سیاسي ګوندونه وايي، حکومت باید پوځ د کورنۍ او بهرنۍ تګلارو په اړه له بیان ورکولو را وګرځوي. دوي وايي دا نه یوازې د جمهوریت خلاف کار دی بلکې د پوځ د بدنامۍ سبب هم ګرځي.

د پاکستان پپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري وايي، وزیراعظم عمران خان باید د پوځ په ویاند سیاسي بیانونه ورنکړي.

نوموړي د اپرېل پر ۲۹مه خبري غونډې ته وویل، ''د تعلیم پالېسي دې د تعلیم وزیر بیان کړي، د کورنیو چارو پالېسي دې د کورنیو چارو وزیر بیان کړي او د بهرنیو چارو پالېسي دي د بهرنیو چارو وزیر بیان کړي. که خان صاحب د ای اېس پي ار په ډایرېکرټر جنرل سیاسي بیانونه ورکوي نو دا به ادارې لانجمنې کوي.''

په سېنېټ کې د مسلم لیګ ن پارلماني مشر سېنېټر راجا ظفرالحق مشال راډیو ته وویل، د حکومت او پوځ ترمینځ داسې خبرې وار له مخه فیصله شوې دي.

نوموړی زیاتوي، ''د ډي جي ای اېس پي ار او حکومت ترمنځ په بیان کې څه خاص فرق نه شته. که یو بیان ورکړي او یا بل، ځکه چې د دوی ترمینځ داسې خبرې وار له مخه فیصله شوې دي.”

د جمعیت علما اسلام فضل الرحمان ډلې مخکښ او پخوانی سېنېټر حافظ حمدالله وايي، دوی په سیاسي چارو کې د پوځ لاسوهنه د ملک په تاوان بولي.

نوموړي وویل، ''کوم پریس کانفرنس چې د پوځ ویاند کوي دا د هغه زمه واري نه ده. دا د حکومت وخت ده. خو د جمعیت علما اسلام له لومړۍ ورځې دا موفق دی چې نه دا حکومت او نه دا وزیراعظم پر خپلو پښو ولاړ دی بلکې هغوی د اسټبلشمنټ پر اوږو ولاړ دي او حکومت د اسټبلشمنټ دی.''

د عوامي نېشنل ګوند ویاند زاهد خان وویل، اسټبلشمنټ اوسنی حکومت د هم دې لپاره راوستی دی چې د دوي خبره ومني.

زاهد خان زیاته کړه، ''که په دې ملک کې جمهوري او آییني حکومت وي پارلمان موجود وي نو بیا خو د پوځ د عامه اړیکو څانګه له خپل آییني واکه تجاوز کوي. دا حکومت د هم دې لپاره راوستل شوی وو چې پر کوم طرف یې دوی تاوول غواړي پر هغه خوا تاو شي.''

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي ‌ډپټي جنرل سیکرټري مختار خان یوسفزي مشال راډیو ته وویل چې په پاکستان کې واک تل د پوځي اسټبلشمنټ پاته شوی دی.

ده وویل، ''لکه څنګه چې پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د ملک نورو جمهوري ګوندونو تل دا ویلي دي چې په دې ملک کې حکومت د ولسي حکمرانانو نه بلکې د پوځ او پوځي اسټبلشمنټ دی نو د عمران خان حکومت هم ثابته کړه چې دا یو لاسپوڅی حکومت دی.''

خو د واکمن تحریک انصاف د قومي اسمبلۍ غړي محمد اقبال اپرېدي د دې ټولو ګوندونو تورونه رد کړل او ویې ویل چې حکومت، پوځ او عدلیه ټول په یوه خوله دي.

اپرېدي وویل، ''هغه قوتونه پر حکومت او پوځ تور پورې کوي چې د عوام پر حقونو یې قبضه کړې وه. موږ د هېچا په اشاره کار نه کوو بلکې اوس حکومت، پوځ او عدلیه درې واړه په یوه خوله دي او ملک مخ پر ترقۍ روان دی.''

د سیاسي ګوندونو دا غبرګون تر هغه وروسته دی چې د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې مشر مېجر جنرل اصف غفور د اپرېل پر ۲۹مه په خبري غونډې کې د پاکستان پر یوشمېر کورنیو او بهرنیو موضوعاتو خبرې وکړې.

XS
SM
MD
LG