د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان خوشبخته دی چې د پښتونخوا ځوانان ټوپک نه اوچتوي: بلاول


بلاول بوټو
بلاول بوټو

د پاکستان زياترو سياسي ګوندونو د پاکستاني پوځ وياند اصف غفور لخوا پر پښتون ژغورنې غورځنګ لګول شوي تورونه ناسم بللي. دوی وايي که له رياست سره د غورځنګ پرضد ثبوتونه وي نو په رسنيو کې پرې د خبرو کولو پرځای دې هغه عدالت ته وړاندې کړي.

د پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري د اپرېل پر ۲۹ مه په اسلام اباد کې د پي ټي اېم په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، کومې ډلې چې د جمهوريت، بشري حقونو او د ریښتيا او پخلاينې کمېشن خبرې کوي نو زه د هغو خبرو ملاتړ کوم:

''دا ځوانان چې له قبايلي سيمو سره تعلق لري. نو څلوېښت کاله د ترهګرۍ برداشتولو او له پوځي عملياتو وروسته دا امکانات وو چې دا ځوانان د تشدد لور ته تللي وی خو پاکستان خوش قسمته دی چې د پښتونخوا ځوانان پر دغه لار نه دي روان او هغوی د جمهوريت، بشري حقونو او د ریښتيا او پخلاينې د کمېشن خبرې کوي. زه ويم چې له داسې ځوانانو سره بايد خبرې وشي او د پيپلز پارټۍ د مشر په حیث زه هم له دوی سره خبرو کولو ته تيار يم.''

همداراز څرګندونې د اپريل په ۳۰ مه د جماعت اسلامي يو مشر پروفیسر ابراهيم مشال رېډيو ته وکړې. د ده په خبره که د پوځ وياند وايي چې له پښتون ژغورنې غورځنګ سره د هندوستان او افغانستان استخباراتي ادارې مرستې کوي نو پوځ دې د خبري غونډو کولو پرځای ثبوتونه عدالت ته وړاندې کړي او د ثبوتونو ثابتېدو په صورت کې دې د غورځنګ مشرانو ته سزا ورکړي:

''د پي ټي اېم خبرو سره اتفاق او اختلاف کېدای شي خو چې زموږ ادارو کوم کارونه کړي نو د هغو له وجې زموږ په سيمو کې خلکو ته ډېر تاوانونه اوړېدلې دي. اوس هم يوشمېر علاقې ويجاړې دي نو بايد چې د دې زمه واران په ډاګه کړل شي. هېڅوک د پوځ پرضد څوک نه شي راپارولی. زموږ اصله مسله هم دغه ده چې يوه اداره هم په خپلو اييني حدودو کې کار نه کوي. زموږ په عدالتونو کې اوس هم د لادرکه کسانو کېسونه روان دي او هرچا ته مالومه ده چې دا کسان له چا سره دي. که چرې دا مسلې حل شي نو نه به پي ټي اېم وي او نه به چا ته د پوځ خلاف د خبرو کولو ضرورت وي.''

د عوامي نېشنل ګوند يو مخکښ سردار حسېن بابک بيا تېره ورځ مشال رېډيو ته وويل چې د پوځ لخوا د د پښتون ژغورنې غورځنګ سره موجوده چلند د رياست په ګټه نه دی:

''که ادارو باندې دغه خبرې بدې لګي نو د هغو وجه هم دا ده چې په دې عوامي،حکومتي او انتظامي چارو کې د دې ادارو څرګنده مداخلت دی. نو پکار ده چې دا ادارې د خپلو پاليسيو له سره کتنه وکړي. او که پر دوی تنقيد کيږي نو د هغو ځواب دې په حکومتي کچه ورکړل شي نه چې د ادارو په کچه.''

مېجر جنرال اصف غفور
مېجر جنرال اصف غفور

دا له هغو وروسته ده چې د پاکستان د پوځ وياند اصف غفور د اپريل په ۲۹ د پنډۍ په پوځي هېډکواټر کې د خبري غونډې پرمهال تور پورې کړ چې پښتون ژغورنې غورځنګ ته د هندوستان او افغانستان استخباراتي ادارو لخوا مالي مرستې ورکړل شوي.خو د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مخکښ او پارلېماني غړي محسن داوړ د اپرېل پر ۲۹مه قامي اسمبلۍ ته په خپله وینا کې د پاکستاني پوځي ویاند تورونه رد کړل او ویې ویل چې په نړیواله کچه دې یو ازاد کمېشن جوړ کړل شي چې معلومه کړي دوی ته له کومه ځایه پیسې راځي، هرڅه به په ډاګه شي.

XS
SM
MD
LG