د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: د خبریال احمدشاه لومړی تلین ولمانځل شو


خوست کې د خبریال احمدشاه د وژنې لومړی تلین
خوست کې د خبریال احمدشاه د وژنې لومړی تلین

د سېشنبې په ورځ په خوست کې د بي بي سي راډیو د پخواني خبریال احمدشاه د وژنې د لومړي تلین د لمانځ غونډې ګډونوالو وویل، هېڅوک نشي کولی د ژونو او ګواښونو په واسطه پدې هېواد کې د بیان ازادۍ مخه ونیسي.

په یاده غونډه کې چې یو شمیر ځايي خبریالانو، فرهنګیانو او مدني فعالانو برخه درلوده، ویناوالو له افغان دولت غوښتنه وکړه، چې د یادې پيښې پر عاملینو دې قانوني مجازات عملي کړي، تر څو د ټولنې په نورو قشرونو کې هم د بشري ازادیو د ساتنې احساس پیاوړی شي.

احمدشاه چې د بي، بي، سي راډیو سیمه ییز خبریال وو، یو کال مخکې د اپریل په ۳۰ مه کور ته د تګ پر مهال د دوو تنو وسلوالو لخوا ووژل شو.

په خوست کې د بي بي سي راډیو د پخواني خبریال احمدشاه د وژنې د پيښې یو کال پوره شوه.

ځايي خبریالانو د عامه کتابتون په ودانۍ کې چې د سیمه ییزو چارواکو لخوا د شهید احمدشاه عامه کتابتون په نوم نومول شوی، د هغه د لومړي تلین په یاد غونډه رابللې وه او د غونډې په ځای کې يې د احمدشاه ګڼ انځورونه لګولي ول.

خوستیو فرهنګیانو او خبریالانو دا یو ښه پروګرام وباله او ویل يې چې دا ډول برنامې نورو ځوانانو کې هم دا احساس پیدا کوي، که ولسي او بشري ارزښتونو د پاللو لپاره قرباني ورکړي، نو ولس يې نه غورځوي.

لیکوال او ژورنالست نوراجان بهیر چې ډېر کلونه په رسنیز کار کې د احمدشاه همکار پاتې شوی مشال راډیو ته وویل، دا ډول قربانیو او برنامو سره د بیان ازادي ژوندی ساتل کیږي.

مدني فعال مالي خان یعقوبي وايي، وژنې او د ژورنالیستانو ګواښل نشي کولی د بیان د ازادۍ ناره تته کړي.

ده وویل، په ولس او خلکو کې دا شعور پيدا شوی، چې د بیان د ازادۍ او نورو بشري ارزښتونو پالونکو قدر کوي او د دوی هرې قربانۍ ته د درنښت او عزت په نظر ګوري.

د بیان ازادي د بشري حقونو په نړیواله اعلامیه او د افغانستان په نافذه قوانیو کې د یو اصل په توګه تسجیل شوې ده، اوس پوښتنه داده، چې بیان ازادي د بشري ټولنو لپاره څومره مهمه ده، په اړه يې د ټولنیزو علومو ماسټر سپین روان نورزی وویل:

((په ټولنو کې د بیان ازادي ډېر مهم اصل دی، د دې لپاره چې خلک خپل افکار او غوښتنې مطرح کړای شي، په زړونو کې عقدې پاتې نه شي، دې لپاره د بیان ازادي مهمه ده، د هرې ټولنې افراد باید د بیان ازادي ولري، تر څو خلک وکولی شي، چې خپل غږ په زړه کې نه، بلکې ښکاره يې ووايي، پدې سره پرمختګونه رامنځته کیږي او په ټولنه کې سمون راځي.))

بل لوري ته د غونډې یو شمېر ګډونوالو ټېنګار پدې وو، چې عدلي او امنیتي ادارې باید د احمدشاه د وژونکو په اړه د محکمې د حکم په تطبیق کې ځنډ ونه کړي.

په خوست کې د ژورنالیستاتو د خوندیتوب کمیټې مشر سیف الله حیات وايي، چې پدې وروستیو کې لويې څارنوالی په څرګنده اعلان کړه، چې د احمدشاه د پيښې عاملین نیول شوي او دوی لپاره له سختو سزاګانو نیولې بیا تر عدام پورې د جزاء ګانو غوښتنه شوې، خو تر اوسه د دې سزاګانو د تطبیق په اړه څه نه دي ویل شوي.

د خبریال احمدشاه د لومړي تلین ګډونوالو له افغان حکومت دا هم وغوښتل، چې د خبریالانو او رسنیو خوندیتوب ته توجه ډېره کړي، تر څو هغوی وکولی شي، د خلکو د ژوند له بیلابیلو برخو رپوټونه خپاره کړي او د هغوی غوښتنو ته انعکاس ورکړي.

یاده دې وي، یوه نیمه میاشت مخکې په ورته برید کې د ژمن په نوم د یو سیمه ییز تلویزیون خبریال سلطان محمود خیرخواه هم وژل شوی وو، چې امنتي ځواکونو يې رسنیو ته په تور د څلورو کسانو د نیول کیدو خبر ورکړ.

XS
SM
MD
LG