د لاسرسي ځای

تازه خبر

خلیلزاد له جنرال باجوه سره لیدلي


زلمي خلیلزاد د جنورۍ پر ۱۷مه په اسلام اباد کې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره ولیدل. پخوانی عکس
زلمي خلیلزاد د جنورۍ پر ۱۷مه په اسلام اباد کې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره ولیدل. پخوانی عکس

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د افغان سولې پروسې د پرمختګ په لړ کې د اپرېل پر ۲۹مه او ۳۰ له لوړپوړيو پاکستانيو چارواکو سره ليدلي دي.

په اسلام اباد کې د امريکا سفارت نننۍ خبرپاڼه کې راغلي چې خليلزاد د پاکستان بهرنيو چارو له سېکرټري سهېل احمد او د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه په ګډون له لوړپوړيو پوځي مشرانو سره وليدل.

خليلزاد د پاکستاني وزيراعظم عمران خان د هغو څرګندونو ستاينه وکړه چې نوموړي د بين الافغاني مذاکراتو د ملاتړ او د سيمې د ثبات او خوشحالۍ لپاره کړې وې.

خبرپاڼه زياتوي چې خليلزاد د سولې د بين الافغاني خبرو اترو د اړتيا پر ګړندۍ کولو، تشدد کمولو او د يو جامع جوړجاړي لپاره د کوټلیو ګامونو پورته کولو غوښتنه وکړه او په دې لړ کې يې ملاتړ تر لاسه کړ.

نوموړي زياته کړه چې په افغانستان کې به د جنګ خاتمه د افغانانو لپاره اوږدمهاله سوله او ثبات راولي او دا ډول به د يو خپلواک هېواد په توګه دا خاوره د ترهګرو لخوا د امريکا يا بل هېواد پرضد کارېدو ته پرېنښودل شي.

نوموړي دا هم وويل چې سوله په سيمه کې د اقتصادي پرمختګ او پيوستون لپاره لاره هواروي.

XS
SM
MD
LG