د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین ته د پاکستانیو ناویو خطرناک قاچاق


د بشري حقونو څارنې نړیوالې ادارې (هيومن رايټس واچ) ويلي د پاکستان حکومت باید چین ته د وروستیو راپورونو له مخې له دغه هېواده د ښځو او نجونو په قاچاقکولو خبرداره واوسي.

د اپرېل پر ۲۶مه د یادې ادارې په خپاره کړي بیان کې راغلي، چین ته د ناویانو د دغه ډول ناوړه ګورېزۍ تورونه په څه نا څه پينځو نورو اسیايي هېوادونو کې هم لګول کېږي.

د هيومن رايټس واچ د چينايي چارو مشرې سوفي رچرډسن په خپل ليکلي مطلب کې د یوه پاکستاني ټي وي چينل د راپور حواله ورکړې چې د روانې مياشتې په لومړنیو خپور شوی وو. په دې کې ښودل کېږي چې د لاهور ښار د ودونو يوه مرکز شپږ ښځې چې دوې پکې تش ١٣ کلنې وې چين ته د تګ لپاره د اسنادو ترلاسه کولو په انتظار وې.

شخصي ټي وي چينل اې ار وای په خپل دغه رپورټ کې ادعا کړې وه چې دغه ښځې د دوی کورنيو په څلور څلور لاکه روپیو پلورلې دي او له دوی سره دا ژمنه هم شوې چې په راتلونکې کې به هره میاشت څلوېښت زره روپۍ او د کورنۍ یوه نارینه غړي ته به یې د چین ویزه ورکول کېږي. هيومن رايټس واچ ليکي چې دا عمل له تېرو څو کلونو راهيسې روان دی.

هيومن رايټس واچ بيا ليکي چې له ١٩٨٧ ز کال راهیسې د چين په ابادۍ کې د ښځو شمېر په چټکۍ سره په کمېدو دی. د څېړنکیو اندازې ښيي چې په دغه هېواد کې دا مهال له ٣٠ تر ٤٠ ميلیونه پورې ښځې کمې دي او له دې امله زياتره چينايي سړي په بهرنیو هېوادونو کې د ودونو لپاره ښځې لټوي. د راپور له مخې د دې کمښت لویه وجه له ۱۹۷۹ ز کاله تر ۲۰۱۵ ز کاله پورې د یوه ماشوم رواړولو سرکاري تګلاره وه چې له کبله یې د هلکانو شمېر بره وخوت.

XS
SM
MD
LG