د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر: اوسمهال په کابینه کې د بدلون امکان نشته


محمود خان په سوات کې د خبریالانو پوښتنو ځواب ورکوي
محمود خان په سوات کې د خبریالانو پوښتنو ځواب ورکوي

سوات - د خيبر پښتونخوا اعلا وزیر ويلي چې په صوبايي کابينه کې اوسمهال د بدلون اراده نه لري.

محمود خان د اپرېل پر ۲۸مه نېټه د سوات په مټه کې خبريالانو ته وويل چې د صوبې انتظامي مشر دی او په کابينه کې د هر ډول بدلون فېصله به خپله کوي.

نوموړي د چا نوم وانخیست خو ویې وویل چې ځېنې کسان داسې تاثر ورکوي چې په صوبه کې واکمني له بل چا سره ده.

محمود خان وویل، وزیراعظم عمران خان ده ته د پښتونخوا چارې سپارلې دي او ټولې فیصلې او اقدامات خپله کوي.

محمود خان دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د اپریل په ۲۵ مه د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزي په یو بیان کې ويلي ول چې وزیر اعلا غواړي چې په کابینې کې بدلون وکړي.

په هغه بیان کې راغلي ول چې بدلون ښايي په راتلونکو اتو یا ۱۰ ورځو کې وشي.

د یوسفزي بیان زیاته کړې وه چې اعلا وزیر به د کارکردګۍ پر اساس د صوبايي کابینې وزیران ټاکي.

له خبریالانو سره په خبرو کې اعلا وزیر د قبایلي سیمو او د صوبې پرمختیايي چارو ذکر وکړ او ویې ویل چې د یو شمېر پروژو لپاره یې پیسې تر لاسه کړې دي، هغه به ژر عملي کول پیل کړي.

ده زیاته کړه چې د پېښور د چټک بس پر پروژې هم کار روان دی او ژر به بشپړه شي.

XS
SM
MD
LG