د لاسرسي ځای

تازه خبر

فعالانو د خوست په زندان کې کتابتون جوړ کړی دی


خوست - د افغانستان په خوست ولایت کې یو شمېر ځوانانو فرهنګیانو او مدني فعالانو په زندان کې کتابتون جوړ کړی دی.

فعالان وايي، دغه کتابونه يې له فرهنګیانو او ښاري کتابتونونو راټول کړي چې هدف يې دا دی چې بندیان د خپل بند موده په فرصت بدله کړي او د علم او مالوماتو د حاصلولو په برخه کې ورڅخه ګټه واخلي.

بل لوري ته بنديان دا اقدام ستایي او په زندان کې د مطالعې او کتابتون لپاره د خونو جوړولو غوښتنه کوي.

غواړو چې د کتابتون له لارې زندان د بنديانو لپاره د اصلاح او تهذیب په یو مرکز بدل شي.
یعقوب جان ستوری

د خوست یو شمېر ځوان فرهنګیان او فعالان وايي، د دې لپاره چې بنديان د قيد د ټاکلې مودې له تېرولو وروسته د اصلاح شویو او سالم فکره اشخاصو په توګه ستانه شي، نو دوی ښه وبلله چې د هغو لپاره کتابتون جوړ کړي.

دوی دا کتابونه چې شمېر يې تر ۱۵۰۰ ټوکو پورې دی د خوست او بېلابېلو ولایتونو له فرهنګیانو راټول کړي او دا مهال يې د بندیانو په یوه وړه خونه کې چې درې بنديان پکې اوسیږي، په جلا جلا الماریو کې اېښي دي.

سید اغا جان ګربز چې یو قيدي دی او د زندانیانود ښوونې او روزنې چارې هم سمبالوي د اپريل پر ۲۷ مه نېټه د کتابتون د پرانیستې پر مهال مشال راډیو ته وويل چې په دې برخه کې به د ځوانو فرهنګیانو احساس یاد وساتي او له کتابونو به سلګونه بنديان د مطالعې او زدهکړو په برخه کې کار واخلي.

دی وايي، په دې ځای کې کتابتون ته ځکه اړتیا ډېره ده چې یوازې کتاب لوستل بندیان بوخت ساتلی شي.

له کتابونو به سلګونه بنديان د مطالعې او زده کړو په برخه کې کار واخلي.
سيد اغا جان

یو بل قيدي مفتي محمد نعیم وايي د هر چا لپاره تر ټولو ښه ملګری کتاب دی او دوی ته فرهنګیانو په پوره اندازه د بېلابېلو برخو کتابونه راوړي دي.

ده زياته کړه چې یو شمېر کسان دلته د دیني علومو پر زده کړو بوخت دي چې هغوی د دیني علم د وړې او لويې دورې پوره کتابونه نه لري.

ده په ځانګړي ډول له سوداګرو او نورو شتمنو کسانو وغوښتل چې د دې کتابونو په برابرولو کې وروسره مرسته وکړي.

د نوراحمدشاه په نوم یو بل قيدي وویل چې د استوګنې په یوه کوټه کې کتابتون ستونزمن وي نو دوی ته دې د مطالعې او کتابتون لپاره ځانته خونې او سالونونه جوړ شي.

دا چې په زندان کې د بنديانو لپاره روڼ اندو، مدني فعالانو او فرهنګیانو سره د کتابتون د جوړولو فکر څنګه پیدا شو؟

یو تنظیموونکي یعقوب جان ستوري مشال راديو ته وويل چې دوی غوښتل چې بنديان په سالم ډول په ټولنه کې جذب شي، دوی په فکري توګه وروزل شي چې دارنګه زندان د دوی لپاره يوازې د کړاو ځای ونه ګرځي.

استوګنې په یوه کوټه کې کتابتون ستونزمن وي نو بايد د مطالعې او کتابتون لپاره ځانته خونې او سالونونه جوړ شي.
يو بندي

د ده په وينا، دوی غواړي چې د کتابتون له لارې زندان د بنديانو لپاره د اصلاح او تهذیب په یو مرکز بدل شي.

يو ليکوال نجیب الله واثق وايي چې کتاب لوستنې سره به بنديان د بندیوانی احساس ونکړي او کله چې دوی بېرته خپلو سیمو او کورونو ته ستنیږي نو له دې فرصته پوره علمي ګټه پورته کړي وي.

مدني فعال ساجد بهار بيا وايي چې په زندان کې يې د یو داسې کتابتون بنسټ کېښود چې په هغه کې دیني، فلسفي، علمي او ټولنیز کتابونه شته خو دده په وينا دوی پوهیږي چې دا کتابونه د اړتیا تر کچې لږ او ځای يې هم مناسب نه دی.

ساجد بهار زیاتوي، دوی به دا ځل د دې کتابتون د غني کولو لپاره د مناسب سالون د جوړولو په خاطر د امکاناتو د موندلو لپاره هڅې وکړي.

XS
SM
MD
LG