د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان: چينايي سرمايه کاران دې په پاکستان کې صنعتونو ولګوي


عمران خان د اپرېل پر ۲۶ مه په بېجنګ کې کانفرنس ته وينا وکړه.
عمران خان د اپرېل پر ۲۶ مه په بېجنګ کې کانفرنس ته وينا وکړه.

اسلام اباد - د پاکستان وزيراعظم پر چينايي سوداګرو غږ کړی چې په پاکستان کې دې سرمايه کاري وکړي.

عمران خان د اپرېل پر ۲۸مه په بېجنګ کې د پاکستان - چين سرمايه کارانو فورم ته د وينا پر مهال وويل چې هېواد يې د بهرنيو سرمايه کارانو لپاره يو خوندي ځای دی نو بايد هغوي هلته صنعتونه ولګوي.

نوموړي په دې لړ کې د افغانستان ذکر وکړ او ویې ويل چې په افغانستان کې له سولې راتلو سره به نه يوازې د پاکستان له منځنۍ اسيا سره رابطې زياتې شي بلکې د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ له مخې به چين هم له نورو هېوادونو سره وتړل شي.

د پاکستان او چين ترمنځ د شوي تړون له مخې به له پېښور تر کراچۍ پورې د اورګاډي پټلۍ دوه طرفه شي.

عمران خان د چين سوداګرو ته وويل چې دې حالاتو ته په کتو سره پر دوی غږ کوي چې په پاکستان کې سرمايه کاري وکړي او د ده حکومت به يې پوره مرسته وکړي.

تردې وړاندې عمران خان د چين ولسمشر شي جېنګپېنګ سره د ليدو پر مهال له هغه سره پر دوه اړخيزو چارو خبرې وکړې.

د پاکستان سرکاري راډیو وايي چې عمران خان د چين وزيراعظم لي کیچیانګ سره هم ملاقات وکړ او دواړو په پاکستان کې د اورګاډي پټلۍ غځولو يو تړون لاسليک کړ.

د تړون له مخې به له پېښور تر کراچۍ پورې د اورګاډي پټلۍ دوه طرفه کېږي.

عمران خان د اپرېل پر ۲۵مه د چين په څلور ورځني سفر بیجنګ ته رسېدلی وو او نوموړي د اپرېل پر ۲۶مه د يوې سيمې او يو سړک د پروژې په اړه يوه کانفرنس ته وينا وکړه.

کانفرنس ته يه وينا کې نوموړي پېنځه وړانديزونه وکړل چې پکې غريبي ختمول، د سېلګرۍ صنعت ته وده ورکول، د ونو بوټو کرل، د سیمه ییز تجارت ازادول او د درغلۍ پرضد ګډه مبارزه کول شامل وو.

پاکستان له اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دی نو ځکه غواړي بهرني سرمايه کاران وهڅوي چې په دې هېواد کې سرمايه ولګوي.
ډاکټر سرفراز

په پېښور کې د سياسي چارو پوه ډاکټر سرفراز مشال راډیو ته وويل چې د عمران خان د سفر هدف د پاکستان او چين ترمنځ پر شویو پخوانيو تړونونو نه يوازې کار تېزول دي بلکې هغه غواړې چې بیجنګ له اسلام اباد سره نورې مالي مرستې هم وکړي.

د ده په وينا، پاکستان له اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دی نو ځکه وزیراعظم حکومت غواړې بهرني سرمايه کاران وهڅوي چې په دې هېواد کې سرمايه ولګوي.

د وزیراعظمۍ دندې تر سمبالولو وروسته دا دویم ځل دی چې عمران خان د چين سفر کوي.

XS
SM
MD
LG