د لاسرسي ځای

تازه خبر

په وزيرستان کې د خاصه دارو د وژنو پرضد احتجاج


پراګ - په شمالي وزیرستان کې د اپرېل پر ۲۷ مه په وسله وال برید کې د درو خاصه دارو تر وژنې وروسته د سیمې خلکو مظاهره کړی او د پیښې پلتڼو لپاره يي د عدالتي کمیشن غوښتنه کړی ده.

دا خاصه دار هغه وخت ووژل شول چې پر پوسته کې يې چاودنه وشوه.

تر دې وروسته د وزيرستان د شوې اوسېدونکو مظاهره وکړه او د وژلیو خاصه دارو مړي يې په چوک کې کښېښودل او د ټل او میرلي لويه لار يې وتړله.

یو وار بيا په دواړو وزیرستانونو کې د هدفي وژنو او ترهګرو بریدونو لړۍ پیل شوې ده او ځېنې وسله والې ډلې بيا فعاله شوې دي.
علي وزير

پر دې مهال ويناوالو غوښتنه وکړه چې د خاصه دارو قاتلان دې معلوم او سزا شي.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازي علي وزیر د اپرېل پر ۲۷مه مشال راډیو ته وويل چې یو وار بيا په دواړو وزیرستانونو کې د هدفي وژنو او ترهګرو بریدونو لړۍ پیل شوې ده او ځېنې وسله والې ډلې بيا فعاله شوې دي.

نوموړي تور پورې کړ چې ریاست د امنیت ښه کولو پر ځای خپلې سیاسي او سټراټیجیکي ګټې په پام کې نیسي.

خو د پاکستان پوځي او حکومتي چارواکي ادعا کوي چې په سیمه کې د وسله والو ډلو پر ضد عملیات ترسره کړي او اوس د بېکوره خلکو د ابادۍ او سیمې د پرمختیا لپاره پر یو شمیر پروژو کار روان دی.

د پاکستان د پوځ یو پخوانې افسر برېګېډیير سعد محمد خان مشال راډیو ته وويل چې د سيمې په پوره توګه له وسله والو په پاکولو کې به وخت لګي او د ده په وينا په دې لړ کې په سيمه کې هدفي عمليات هم دوام لري.

XS
SM
MD
LG