د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لاهور کې د سختدرېځۍ ضد لاريون شوی


په پاکستان کې تر دې مخکې هم د مشال خان وژنې ضد غونډې او مظاهرې شوې دي
په پاکستان کې تر دې مخکې هم د مشال خان وژنې ضد غونډې او مظاهرې شوې دي

پراګ - د پاکستان په لاهور ښار کې د سختدريځۍ او ترهګرۍ ضد لاريون شوی دی.

د اپرېل پر ۲۷ مه د ولسي سازمان روادارۍ تحريک تر سيوري لاندې شوي لاريون ته د "انسانيت مارچ" نوم ورکړل شوی وو چې مشري يې د عبدالولي خان پوهنتون د وژل شوي زده کوونکي مشال خان پلار اقبال خان کوله.

روادارۍ تحريک به د اپرېل پر ۲۹مه په لاهور کې د روادارۍ په نوم مېله جوړوي.

په لاريون کې د مدني ټولنې فعالان او سياسي کارکوونکي شامل ول چې له لاهور پرېس کلبه روان شول او د پنجاب اسمبلۍ مخې ته يې ولسي غونډه وکړه.

اقبال خان مشال راډیو ته وويل چې په لاريون کې د هر قام او هر مذهب خلکو ګډون وکړ او هدف يې د زغم او روادارۍ پيغام ورکول ول.

ويکرم منظور د روادارۍ تحريک مشر دی او نوموړي وويل چې دوی د اپريل له ۲۵ مې او د اپريل تر ۲۹ مې پورې له کراچۍ تر لاهوره په مختلفو ښارونو کې دغسې لاريونونه پلان کړي دي.

د ده په خبره، هدف يې د مذهبي سختدرېځۍ په اړه په خلکو کې پوهه او په دې اړه د رياست په پاليسۍ کې بدلون راوستل دي.

هغه زياته کړه: "د دې انسانیت مارچ مرام دا وو چې د امن پیغام ورکړو، د انسانیت قدر وشي او په پاکستان او په نړۍ کې ټول انسانان یو شان دي، دوی باید د یو بل عزت وکړي اوږ له چا سره ظلم ونشي."

روادارۍ تحريک وايي چې د اپرېل پر ۲۹مه به په لاهور کې د روادارۍ په نوم يوه مېله جوړوي.

XS
SM
MD
LG