د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر ولسمشر سردار داود خان د کودتا عوامل څه وو؟


ارشیف
ارشیف

له نن څخه ۴۱ کاله وړاندې د خلق ډموکراټیک ګوند د ثور په اوومه په ولسمشر سردار محمد داوود خان کودتاه وکړه.

له کودتاه وروسته را پیدا شوې جګړه اوس هم په شدت سره روانه ده او هره ورځ له افغانانو قرباني اخلي.

  • د کودتا عوامل څه وو؟
  • څه ډول رامنځته شوه؟
  • ولې کودتاچیانو ترمنځ اختلاف راپیدا شو؟
  • افغانان دې کودتا ته په کوم نظر ګوري؟

دا هماغه ورځ وه چې د ډېرو په ګومان د افغانستان د بدبختۍ پیل وشو.

د ۱۹۷۸م کال د اپرېل پر ۲۷مه سهار وختي په کابل کې د افغانستان د لومړني جمهور رئیس داود خان پرضد د خلق ډموکراټیک ګوند له خوا کودتاه پیل شوه.

سردار داود خان سهار اووه بجې په خپل کور کې د کورنیو چارو وزیر عبدالقدیر په تمه وو چې له هغه سره د خلق دموکراټیک ګوند د مشرانو د نیولو پر مسئله خبرې وکړي.

د وخت حکومت د خلق دموکراټیک ګوند غړي:

  • نور محمد ترکی
  • ببرک کارمل
  • ډاکتر شاه ولي
  • عبدالحکیم شرعي جوزجاني
  • غلام دستګیز پنجشیري
  • سلیمان لایق
  • محمد حسن بارق شفیعي
  • حفیظ‌الله امین
  • او محمد حسن ضمیر ساپي د حکومت ضد مظاهرې په تور ونیول شول.

شهنواز تڼی چې په‌دغه کودتا کې فعاله برخه درلوده اوس په کابل کې اوسیږي ازادي راډيو ته وویل، دوی د کودتا پلان نه درلود، خو د خلق دموکراتیک ګوند کودتا ته مجبور کړای شو.

شهنواز تڼی چې په‌دغه کودتا کې فعاله برخه درلوده«نوموړي ازادي راډیو سره د مرکې پر مهال»
شهنواز تڼی چې په‌دغه کودتا کې فعاله برخه درلوده«نوموړي ازادي راډیو سره د مرکې پر مهال»

دی وايي:

"د کودتا لپاره شرایط برابر نه‌وو، له وخته مخکې په تحمیلي ډول دا کار وشو، جمهور رئیس سردار محمد داووخان په خلک ډموکراټیک ګوند برید وکړ، د ګوند مشران ونیول شول، غوښتل یې په پوځ کې ځینې کسان هم ونیسي."

ښاغلی ټنی وايي چې امین له همدې فرصته په ګټې اخېستنې د پخواني چمتوالي په لرلو سره د کودتا امر ورکړ.

د کودتا امر ورکړل شوی، له پلچرخي نه د اسلم وطنجار او جګړن محمد رفیع په مشرۍ د څلورمې لوا د زره دارو ټانکونو یو کاروان د ارګ پر خوا حرکت وکړ د ورځې لس بجې او دیرش دقیقي وې، په ارګ کې د وزیرانو شورا غونډه روانه وه او ظاهراً جمهور رئیس داوود خان د کودتاچیانو له حرکته نه و خبر.

په همدې وخت کې د داود خان یو ځانګړی ساتونکی د کابینې غونډې ته ننوت او هغه يې د ټانګونو له حرکته خبر کړ، خو هغه په ځواب کې ویلي و چې دا ټانګونه ده نه‌ دي راغوښتي.

د کابل په ښار کې د ټانګونو اوازونه اورېدل کېدل او د داود خان د نظام پر ضد پوځي کودتا پیلېده.

د افغانستان پر دفاع وزارت د توپ لومړۍ مرمۍ د ورځې ۱۱ بجې ولګېده چې د ارګ او قول اردو قوماندانۍ ترمنځ يې اړیکې پرې کړې.

شهنواز تڼی چې هغه مهال په بالاحصار کې د کومانډويي ځواکونو د لومړۍ ټولې قومانده پر غاړه درلوده وايي چې د ګوند د مشرانو له‌ خوا ورته پر ارګ د حملې امر ورکړل شو.

ښاغلي تڼي ازادي راډيو ته وویل چې د خلق ګوند پلویان د ورځې ۱۱:۳۰ دقیقې د افغانستان د ملي راډيو ټلوېزیون ودانۍ ته داخل شول او وروسته يې ارګ محاصره کړ.

د خلق او پرچم ګوند مشران د کابل ولایت له زندانه بهر کړل شول.

کودتاچیانو د هوايي ځواوکونو قوماندانۍ، د کابل هوايي ډګر، د مخابراتو او دفاع وزارتونه ونیول.

د ماښام اووه بجې وې لا هم د ارګ ځانګړی وسله‌ وال ځواک مقاومت کاوه او داود خان هم لا ژوندی و چې د افغانستان ملي راډيو اعلان وکړ "د نادرخان د واکمنې کورنۍ وروستۍ څلۍ ونړېده."

د افغانستان راډيو له لارې د زره دارو قواوو جګړن اسلم وطنجار داسې وویل:

"د لومړي ځل لپاره د افغانستان په تاریخ کې د سلطنت، ظلم، اسبتداد وروستنۍ بقایه او د نادرخان د کورنۍ قدرت پای ته ورسېده او ټول دولتي قدرت ولس ته لاس ته ورغی، دولتي واک په بشپړ ډول د انقلابي شورا په واک کې دی."

له دې وروسته په پرله‌ پسې ډول په ارګ هوايي او ځمکنۍ حملې پیل شوې چې د ارګ د ځانګړي ګارد له مقاومت سره مخ شوې.دغه جګړې ۱۴ ساعته یعنې د اپرېل د ۲۸مې د سهار تر پنځو بجو روانې وې.

بلاخره د اپرېل پر اتمه سهار نېږدې ۵ بجې سردار داود خان د خپلې کورنۍ له ۱۷ غړیو او د ارګ د یو شمېر ساتونکي ګارد او یو شمېر پلویانو سره یو ځای د کودتاچیانو له‌ خوا ووژل شو.

پاچا مېر چې په هغه وخت په پلچرخي کې د زره‌ دارو قواوو د حفظ مراقبت مشر و، د داوود خان او د ده د کورنۍ د وژل شویو غړیو جسدونه يې د پلچرخي په پيلیګون کې دفن کړل.

دغه کودتا په غافل کوونکي ډول بریاليتوب ته ورسېده او په‌ دې ډول د افغانستان په تاریخ کې نوی فصل پیل شو.

نور محمد ترکي د خلق ډموکراټیک ګوند د عمومي منشي او د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

که څه هم په افغانستان کې کم خلک د دې کودتا پلویان دي، خو ډېری افغانان دغه کودتا د افغان غمېزې پیل بولي.

د خلق ډموکراټیک ګوند د رهبري شورا د غړي سلیمان لایق په خبره دغه کودتا هغه مهال رامنځته شوه کله چې د سردار محمد داود خان او د شورای اتحاد او همدا شان د ده او خلق ډموکراتیک کمونسټ ګوند ترمنځ اړیکې خړې پرې شوې.

ښاغلی لایق مني چې له کودتا وروسته د واک په سر او سلیقوي برخورد له امله د خلق ډموکراټیک ګوند د غړو ترمنځ اختلافات رامنځ ته شول.

حفیظ‌الله امین چې ځان یې د ترکي وفادار شاګرد باله، خپل استاد یې په مرموز ډول وواژه او خپل ځان یې ولسمشر اعلان کړ.

له کودتا یو نیم کال وروسته روسانو د ببرک کارمل په هڅونه پر افغانستان یرغل وکړ او هغه ځان ولسمشر اعلان کړ.

د حزب‌اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ازادي راډیو سره د مرکې پر مهال April 14 2019
د حزب‌اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ازادي راډیو سره د مرکې پر مهال April 14 2019

د کودتا مخالف او د حزب‌ اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د اپرېل ۲۷مې په اړه وايي ، "دغه د اوسنۍ جګړې د پیل منشا و، شوروي اتحاد غوښتل په کابل کې د خپلې خوښې حکومت ولري، له دې سره جګړه پیل شوه، ستونزې له همدې ورځې پيل شوې، ناټو ته هم هغه جګړه په میراث ور پاتې ده."

په دغه غمیزه کې میلیونونه افغانان ووژل شول، زرګونه بندیان شول او میلیونونه ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شول.

دا چې رښتیا هم کودتا په خلق ډموکراټیک ګوند تحمیل شوې وه او که‌نه؟

د چارو کارپوه غفور لېوال
د چارو کارپوه غفور لېوال

د سیاسي چارو کارپوه غفور لېوال یې په اړه وايي "دا د نیت دعوه ده، تاریخ په نیت قضاوت نه‌ کوي، تاریخ په اعمالو او د اعمالو په نتایجو قضاوت کوي، دوی وايي چې زموږ نیت نه و خو وشول، خو هم چپې او هم راستي او هم د دوی په مقابل کې افراطي ښي اړخي جریانونه دواړه د خپلو اعمالو مسؤل دي، که له دغې وروسته د افغانانو وضعیت ښه شوی وای، موږ به ورته ښه ورځ ویلې وو، خو له هغې وروسته داسې تورې ورځې په افغانستان راغلې چې د دغې ورځې په اړه یې د خلکو قضاوت هېر کړ."

راپور: رحمت الله افغان

د دې راپور غږیزه بڼه دلته اورېدلای شئ

تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:07:49 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG