د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا ، روس او چین سلا شوي چې نړیوال ځواکونه به له افغانستانه وځي


زلمی خلیلزاد
زلمی خلیلزاد

پراګ: امریکا ، روس او چین درې واړه پر دې هدف سلا شوي دي چې له افغانستان څخه به بهرني ځواکونه وځي او دوي به هڅه کوي چې د افغانانو ترمنځ داسې خبرې وشي چې ټولې غاړې پکې شاملې وي.

دا خبره د دې هیوادنو استازو د اپرېل پر ۲۶مه په مسکو کې د درې اړخیزې غونډې په پای کې په هغهاعلامیه کې کړې ده چې د روس د بهرنیو چارو د وزارت پر ویب پاڼه خپره شوې ده.

په دې اعلامیه کې په افغانستان کې له وسله والو طالبانو غوښتنه شوې ده چې ژر د افغانستان له حکومت سره د سولې مذاکرې پیل کړي او له هغه افغان پلاوي سره خبرو ته حاضر شي چې د حکومت استازي هم پکې شامل وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه په یو بیان کې څرګنده کړې ده چې درې واړو لوریو په منظم او زمه واره توګه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې ده او دا ټول د سولې بهیر برخه ده.

بیان زیاتوي چې د طالبانو مرکه چیانو ژمنه کړې ده چې دوی به د داعش سختدريځه ډلې پرضد جګړه کوي ، له القاعده سره به اړیکي پرې کوي او کومې سیمې چې د دوی په لاس کې دي هغه به د کوم هیواد پر ضد نه استعمالیږي.

د روس د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په مسکو کې د دې درې اړخيزې غونډې هدف د افغانستان د سولې لپاره د نړیوالې همږغۍ رامنځته کول و.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، روس او چین د افغانستان د بحران په حل کې مهم رول لوبولای شي.

زلمي خلیلزاد د مسکو تر غونډه وروسته انټرفاکس خبري اژانس ته ويلي ديچې واشنګټن تمه لري چې روس او چین به د افغانستان د سولې له پروسې سره په مرسته کې مهم رول ولوبوي.

نوموړي وویل ، “ موږ هیله لرو چې روسیه به له خپل نفوذه کار واخلي او په هغو مواردو کې به چې خبرې ورباندې وشوې، لکه د تشدد کمېدل، د ترورېزم پرضد د مبارزې میکانیزمونه او ضمانتونه، تر موافقې وروسته د افغانستان وضعیت او بین الافغاني خبرې او ډیالوګ او د لارې د یوې نقشې جوړولو کې به مرسته وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې زلمي خلیلزاد د اپرېل پر ۱۴مه د افغانستان د سولې په تړاو رسمي دوره پیل کړه. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي د هغه دا سفر به د مې میاشتې تر ۱۱مې دوام ولري.

زلمی خلیلزاد په داسې حال کې سیمې ته سفر کوي چې د اپرېل پر ۲۹مه به په کابل کې د سولېمشورتي لویه جرګه پیل شي.

د سولې مشورتي لویه جرګه به څلور ورځې یوازې پردې بحث کوي چې له طالبانو سره په کومو شرایطو او څرنګه سوله کېدلای شي.

رپوټونه وايي چې افغان ولسمشر اشرف غني ۲۵۰۰ قومي مشران ، دیني عالمان او د خلکو استازي د سولې په اړه دې مشورتي لویې جرګې ته ور بللي دي.

XS
SM
MD
LG