د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستوال مشران: داسې سوله غواړو چې د افغانانو عزت پکښې وي


په خوست کې غونډه
په خوست کې غونډه

د اپرېل پر ۲۵مه ماسپښین مهال د خوست ګڼو قومي مشرانو، ښځو، ځوانانو او مدني فعالانو د یوې غونډې له لارې د مشورتي لويې جرګې د ملاتړ تر څنګ هیله وښوده چې د جرګې ګډونوال به په خپلو کې د بحثونو او سلا مشورو له لارې تلپاتې او باعزته سولې ته لارې چارې ومومي.

د یادې ولسي ناستې ویناوالو وویل، داسې سوله غواړي چې د افغانانو په ټغر وي او په هغه کې د ټولو افغانانو هوساینه، ژوند او عزت خوندي وي.

په خوست کې د سولې د مشورتي لويې جرګې په ملاتړد دې ولسي ناستې د ویناوالو ټېګار پدې وو، چې سوله د افغانانو تر ټولو مهمه اړتیا ده او دا جرګه به دې هدف ته د رسیدو لپاره میکانیزمونه او لارې چارې په ګوته کړي.

د غونډې ګډونوالو له ټولو خلکو دا هم وغوښتل، چې له ځانونو د سولې سفیران جوړ کړي، د هر مخالف او خوابدي دروازه وټکوي او هغوی ته د سولې بلنه ورکړي.

له خوسته مشورتي لويې جرګې ته یو ټاکل شوي مشر قاضي احمد ببرکزي په خپلو خبرو کې وویل، سوله یوازې د ملت او دولت د لوري غوښتنه نه ده، بلکې د وسلوالو مخالفینو په لیکو کې هم د سوله غوښتنې احساس پیاوړی دی او هغوی غواړي، چې روانه جګړه د سولې په واسطه پای ته ورسیږي.

ببرکزي زیاته کړه: "سوله غواړو د ډاکټر صیب اشرف غني په ټغر يې غواړو، سوله غواړو د افغانانو په ټغر يې غواړو، د احمد او محمود په ټغر سوله نه غواړو، داسې سوله غواړو چې زموږ عزت او وقار په کې خوندي وي، داسې سولې لباره کار هم کوو او رایه هم ورکوو، په مخالفینو غږ کوم، زه پوهیږم ډیر داسې خلک په کې شته، چې سولې ته لبیک وايي."

قومي مشر سمین خان ځدراڼ د ټولنې په بیلابیلو قشرونو غږ وکړ، هغه شرایط چې دا مهال د سولې لپاره تیار شوي، که ورڅخه استفاده ونکړي، نو د راتلونکې ملامتۍ به ځان خلاص نکړای شي.

ده زیاته کړه، هر کس باید ځان د سولې سفیر جوړ کړي اود یو دیني عالم، طالب اومخالف دړه وټکوي او له هغوی وغواړي، چې د سولې په پروسه کې ورسره شریک او همکار شي.

د خوست د ولایتي شورا مرستیال امیرالله زړه سواند په خپلو خبرو کې د مشورتي لويې جرګې ملاتړ اعلان کړ او هیله یې وکړه، چې د دې جرګې له لارې افغانان یوې داسې دایمي سولې ته ورسیږي، چې په هغه کې د ټولو ژوند او عزت په کې خوندي وي.

د مشورتي لويې جرګې یو بل غړی حاجي رسول محمدخان وايي، په افغانستان کې د سولې خبره د هر چا په ژبه ده، خو پدې جرګه کې به د ملت استازي تصمیم ونیسي او سولې ته د رسیدو میکانیزم به مشخص شي.

مدني فعال میرناګل تڼیوال وایي، چې په اول ګام کې دایمي سولې ته د لارو چارو موندل باید د دې جرګې له مهمو لاسته راوړنو څخه وي اود افغانانو دا اړتیا باید ځیني سیاسیون د خپلو شخصي ګټو قرباني نه کړي.

ټاکل شوې مشورتي لویه جرګه به په پلازمینه کابل کې د روان لمریز کال د ثور په ۹ مه پرانیستل شي، چې د دېرش سلنه ښځو په ګډون به د هېواد د بیلابیلو قشرونو شاوخوا درې زره کسان په کې برخه واخلي.

د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو د کمېسیون رئیس عمر داوودزي څو ورځې مخکې ویلي چې په قطر کې له طالبانو سره د بین‌الافغاني مذاکراتو له لغوه کېدو وروسته لومړیتوب دا دی چې مشورتي لویه جرګه په ټاکلي وخت جوړه او په هېواد کې روانو ستونزو او سیاسي اختلافونو ته د خلکو د استازو د مشورو له لارې د حل ګټورې لارې وموندل شي.

XS
SM
MD
LG