د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران او هند په افغانستان کې د سولې د هڅو ملاتړ کړی 


د انځور چپ لوري ته د کابل لپاره د ایران سفیر محمد رضا بهرامي او ښي لوري ته د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب
د انځور چپ لوري ته د کابل لپاره د ایران سفیر محمد رضا بهرامي او ښي لوري ته د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب

د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار له دفتره د اپرېل پر ۲۵مه خپره شوي بیان کې راغلي چې تهران د افغانانو په مشرۍ او ملکیت د سولې بهیر ملاتړ کوي.

بیان وايي، د ملي امنیت سلاکار د اپرېل پر ۲۵مه په کابل کې د ایران له سفیر محمد رضا بهرامي او له هندي سفیر وېنې کمار سره خبرې وکړې.

دا بیان پر داسې مهال خپور شوی چې د اپرېل پر ۲۵مه روسیو، چینايي او امریکايي چارواکو په مسکو کې پر افغان سولې خبرې وکړې.

د روس بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریې زخاروفا د اپرېل پر ۲۵مه تاس خبري اژانس ته ویلي چې کابل تېره اوونۍ په قطر کې د کېدونکو خبرو مخې ته خنډ درولی وو.

د افغان ولسمشر ویاند شاه حسین مرتضوي د نوموړې د څرګندونو په غبرګون له څه ویلو ډده وکړه او بېګا یې مشال راډیو ته زیاته کړه چې پر دې موضوع به نظر وروسته څرګند کړي.

ټاکل شوې وه چې د تېر شنبې پر ورځ په قطر کې د افغان طالبانو او له کابله د ورتلونکي ۲۵۰ کسیزه پلاوي ترمنځ خبرې وشي خو د پلاوي پر جوړښت د اختلاف له کبله خبرې لغوه شوې.

XS
SM
MD
LG