د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت د مسکو غونډې پایلو ته هیله من دی


د امریکا، روسیې او چین غونډه په مسکو کې کېږي
د امریکا، روسیې او چین غونډه په مسکو کې کېږي

کابل - د اپرېل پر ۲۵مه مسکو د افغانستان د سولې په اړه د امریکا، روسیې او چین د درې اړخیزې غونډې کوربه دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین دغه ناسته د افغان سولې په برخه کې د سیمه ییزې اجماع د پیاوړي کېدو لپاره مهمه بولي.

رباني د اپرېل پر ۲۵مه ملت ته د حکومت د حساب ورکولو په ناسته کې وویل چې افغان حکومت د دې ناستې هرکلی کوي او باور لري چې مثبتې پایلې به ولري.

د افغانستان د سولې عالي شورا هم د افغان سولې په اړه د نړۍ د سترو قدرتونو همغږي مهمه بولي.

د دې شورا مرستیال ویاند اسدالله زایري د اپرېل پر ۲۵مه مشال راډيو ته وویل چې روسیه او چین د سیمه ییز نفوذ نه په ګټې اخیستنې کولای شي چې د افغان سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

" زموږ تمه داده چې د زلمي خلیلزاد په ګډون د دغو هېوادونو چارواکي په دغه ډول غونډو کې هڅه وکړي چې تر څو پیاوړي ګامونه واخیستل شي او د دې هېوادونو مرسته او همکاري د سولې بهیر په چټکتیا او د بین الافغاني مذاکراتو د پیل موضوع په جدي ډول مطرح شي."

د افغانستان د سولې په اړه د روسیې، چین او امریکا ترمنځ لومړۍ ناسته نېږدې یوه میاشت وړاندې په واشنګټن کې جوړه شوې وه.

په هغه ناسته کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د روسې، چین او اورپايي اتحادي ځانګړو استازو د افغان سولې بهیر په اړه معلومات وړاندې کړل.

په کابل کې د روسیې سفارت رسینو ته په یوې استولې خبرپاڼه کې ویلي دي چې د مسکو ناسته د دریو هېوادونو د ځانګړو استازو په سطح جوړېږي.

د اپرېل پر ۲۴مه د روسې بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف په نړیوال اتم امنیتي کنفرانس کې وویل چې د مسکو درې اړخیزه ناسته د افغانستان او د سیمې د امنیت لپاره ډېره مهمه دی.

تازه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي وسله‌ والو طالبانو ته بلنه ورکړې چې له نورو افغانانو سره یو ځای شي او دا کال د سولې کال کړي.

خلیلزاد د پنجشنبې پر ورځ پر ټوېټر کې ليکلي، افغانان له تاوتریخوالي ستړي شوي او نور د جنګ بندیدل غواړي.

په همدې حال کې د افغانستان د ولسي جرګې د ۱۶مې تقنیني دورې د نړیوالو اړیکو د کمیسیون مرستیال محمد داوود کلکاني مشال راډيو ته وویل چې د افغانستان د سولې د بهیر په اړه د دغه درې واړو هېوادونو ترمنځ همغږي یو حتمي امر دی.

" زه باور لرم چې له دې لارې روسیه، امریکا او چین کولای شي پر پاکستان چې پر طالبانو نفوذ لري او همدا شان ایران چې په وروستیو کې يې له طالبانو سره اړیکې نږدې شوي فشار راوړي تر څو په افغانستان خپله لاس وهنه کمه کړي او د افغانستان د سولې په بهیر کې صادقانه مرسته وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې ده په نېږدې راتلونکې کې په قطر کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالب استازو ترمنځ شپږم پړاو خبرې پیل شي.

د دې پړاو خبرو دقیقه نېټه لا نه ده په ډاګه شوې خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې خلیلزاد بریتانیا، روسیې افغانستانو پاکستان هند او قطر ته خپل سفر پیل کړی دی.

XS
SM
MD
LG