د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیراعظم عمران خان د چین په سفر دی


د پاکستان وزیراعظم عمران خان تر دې مخکې هم چین ته تللی
د پاکستان وزیراعظم عمران خان تر دې مخکې هم چین ته تللی

اسلام اباد - د پاکستان وزير اعظم عمران خان د اپرېل له ۲۵مې څخه د چین په څلور ورځني سفر دی.

په دې سفر کې نوموړی له چینايي ولسمشر شي جېن پېنګ سره ویني او په یوه نړیواله غونډه کې هم ګډون کوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ډاکټر محمد فېصل تېره اوونۍ خبریالانو ته ويلي ول، ولسمشر شي وزیراعظم خان ته بلنه ورکړې وه.

د فیصل په خبره، په دې سفر کې وزیراعظم د یوې کړۍ، یوې لار (One Belt, One Road) په نوم د چینايي پروژو په نړیواله غونډه کې له ګډون سره سره د چین - پاکستان اقتصادي لار پر پروژو له چارواکو سره خبرې کوي.

ډاکتر فیصل زیاته کړې وه چې له عمران خان سره وفاقي وزیران هم په سفر دي چې له چینايي چارواکو سره د دوه اړخیزه سوداګرۍ له زیاتولو سره، پر نورو موضوعاتو هم خبرې وکړې.

دا هغه هېواد ته د عمران خان دویم سفر دی.

نوموړی تر دې مخکې د ۲۰۱۸ز کال په نومبر کې چین ته تللی وو.

په پېښور کې د نړیوالو چارو پوه ډاکتر اعجاز خټک وايي، چین ته د وزیراعظم سفر خورا زیات ارزښت لري.

دی وايي، دا ځل هم ښايي وزیراعظم له چینه د مالي مرستو غوښتنه وکړي او بل د یوې کړۍ، یوې لار پروژو په اړه په نړیواله غونډه کې ګډون به عمران خان ته د یو شمېر هېوادونو له مشرانو سره د لیدو موقع برابره کړي.

خبریال او د اقتصادي چارو پوه فدا محمد وايي، له هغه وخت راهیسې چې امریکا له پاکستان سره مرستې درولې دي، اسلام اباد چین ته مخه کړې او غواړي چې د اوسني اقتصادي ستونزو هواري لپاره ورڅخه مرسته تر لاسه کړي.

پاکستان له یو شمېر هېوادونو سره سره، د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) سره هم خبرې کوي چې ورڅخه پور واخلي.

XS
SM
MD
LG