د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ د وزیراعظم عمران خان تورونه رد کړل


علي وزیر وايي که پلټنې تورونه ثابت کړي، سزا ته تیار دی
علي وزیر وايي که پلټنې تورونه ثابت کړي، سزا ته تیار دی

پراګ - د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر او په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازي علي وزیر پر تحریک د وزیراعظم عمران خان تورونه رد کړي دي.

نوموړي د اپرېل پر ۲۴مې ماښام مهال مشال راډیو ته وویل، پښتون ژغورنې غورځنګ د ولس د بنیادي حقونو او امنیت ټینګولو غوښتنې کوي.

علي وزیر دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې دي چې وزیراعظم عمران خان د اپرېل پر ۲۴مه په واڼه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له نوم اخیستو پرته تور پورې کړ چې ځېنې مشران یې په سیمه کې ګډوډۍ ته لمن وهي:

"دلته ځېنې خلک دي چې ځوانان د [سیمې] ګډوډۍ ته هڅوي. په دوی کې عام ځوانان سم دي، خو د دوی ځېنې مشرانو ته له بهره پیسې راځي او د دې ځای ځېنې ګوندونه – چې خپله درغلي ژغورل او ساتل غواړي – هم د دوی مرسته کوي."

له سیاسي ګوندونو او موږه ولې تفتیش (پلټنې) نه کېږي؟
علي وزیر

علي وزیر وايي، د پاکستان حکومت دې بې پرې پلټنې وکړي او که دا یې ثابته کړه چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو له بهره پیسې اخیستې وي، نو له قانون سره سم دې ورته سزا ورکړي:

"زه یم، منظور [پښتین] دی، محسن [دوړ] دی، دغه درې کسان یو. موږ چې په دې ملک کې د سیاسي ګوندونو [له استازو او مشرانو] سره وینو نو هغه سیاسي ګوندونه خو دلته [ازاد] ګرځي. په ما باندې الزام دی چې [له بهره] فنډ اخلي، پر سیاسي ګوندونو الزام دی نو له سیاسي ګوندونو او موږه ولې تفتیش (پلټنې) نه کېږي؟ موږ دوی خپلو [پلټنیزو] کمېشنونو ته مخامخ ولې نه کښېنوي؟ یا دې سیاسي ګوندونه وپوښتي چې د پي ټي اېم کسان ولې ورسره ګوري؟ که دوی دا وايي نو [په وروستیو] کې د سېنېټ کمېټۍ ده او د [خیبر پښتونخوا] د وزیراعلا له کمېټۍ سره مو هم لیدلي، نو د دې په باره کې یې څه خیال دی؟"

د جلا ضلعې موضوع

علي وزیر پر وزیراعظم عمران خان انتقاد وکړ او ویې ویل چې په جنوبي وزیرستان کې د جلا ضلعې جوړولو په اړه یې څرګندونې په سیمه کې د مسیدو او وزیرو ترمنځ د اختلافاتو زېږولو معنا لري.

عمران خان په واڼه کې غونډې ته په وینا کې وویل چې یوه اوونۍ مشورې کوي او بیا به فیصله وکړي چې په جنوبي وزیرستان کې د وزیرو لپاره جلا ضلع جوړه کړي او که څنګه؟

دی وايي، دا سمه ده چې د وزیرستان وزیر غواړي چې ټولې دفتري چارې له ټانکه منتقلې شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر وايي، د مسیدو او وزیرو اکثریت یو داسې انتظامي جوړښت غواړي چې دفتري چارې یې په خپلو سیمو کې وشي او که د دې لپاره ضلع جوړېږي، نو د دې کار پلویان هم دي.

وزیر زیاتوي چې دا کار باید په سیمه کې د ګډوډۍ او د مسیدو او وزیرو وېشلو لپاره ونشي.

XS
SM
MD
LG