د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار پوهنې رییس تړلي ښوونځي پرانیزي


د ننګرهار د پوهنې رييس حسیب الله شینواري
د ننګرهار د پوهنې رييس حسیب الله شینواري

جلال اباد - د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وايي چې په هغو سيمو کې يې د ښوونځيو د پرانیستو هڅې پیل کړي. چې په تېرو څو کلونو کې د بد امنيو له امله بند پاتې وو.

په همدې اړه مو د ننګرهار د پوهنې له رييس حسیب الله شینواري سره مرکه کړې ورڅخه مو پوښتلي چې په تېرو کلونو کې څومره ښوونځي بند پاتې ول او څومره يې بېرته پرانیستل شوي دي؟
نوموړي په ځواب کې ویلي:

حسیب شینواري: له بده مرغه په تېرو دوو کلونو کې په ځېنو ولسوالیو کې د جګړې له امله زموږ ۱۴ ښوونځي بند ول. په هسکه مېنه او پچير و اګام ولسوالیو کې چې اوس امنیت راغلی دی، موږ پينځه بند ښوونځي پرانیستل چې اوس په کې عملاً زده کوونکي زده کړې کوي.

مشال راډيو: په هغو سیمو کې چې تاسو ښوونځي پرانیستل، د زده کوونکو خوښي مو څه ډول محسوس کړه؟

حسیب شینواري: زه به یو څرګند مثال ووایم، موږ د نوي تعليمي کال د ښوونځي زنګ د هسکې مېنې د پاپین په ښوونځي کې وواهه. دا ښوونځي د تېرو دوه درېیو کلونو راهيسې بند و. دلته د جګړې لومړۍ کرښه وه. موږ چې د ښوونځي د پرانستې مراسمو ته لاړو، موږ دا فکر نه کولو چې هلته دې په دومره زیات شمېر کې زده کوونکي راشي. د مراسمو پر مهال له هر کلي او هرې بانډې نه په لسګونو ماشومان، څوک پلي، څوک په موټرو کې او حتی څوک پښې لوڅې راغلل او د ښوونځي د پرانیستو خوښي چې موږ د هغوی په څېرو کې ولیده، هغو سره په خبرو کې مو واروېده، خوښ وو چې سیمې ته يې يو ځل بیا پرمختګ راغی.

مشال راډيو: د پاپین له ښوونځي نه علاوه تاسو په نورو سيمو کې هم ښوونځي پرانیستل. هلته د کلي د خلکو مرسته تاسو ته حاصله وه؟

حسیب شینواري: بلې، هو. موږ ته د سيمې خلک راغلل او ژمنې يې وکړې چې دوی به د خپلو سيمو د ښوونځيو ساتنه پخپله کوي. موږ غواړو چې زموږ ښوونخي بېرته پرانیستل شي چې زموږ ماشومانو ته د زده کړې زمینه برابره شي. په ډېرو سيمو کې موږ د سیمې د خلکو په ډاډ او ملاتړ ښوونځي پرانیستي دي. په ډېرو سیمو کې خلکو ښوونځيو ته خپلې ځمکې ورکړې او حتی په خپلو شخصي پیسو يې ورته واخیستې. د بېلګې په توګه به يې ووایم چې د دور بابا ولسوالۍ اړوند د ګړوکو په سيمه کې خلکو د شاوخوا یو نیم ميلون افغانيو په ارزښت ښوونځي ته ځمکه واخيسته او له نيکه مرغه تېره اوونۍ په هغې ځمکه د ښوونځي د جوړېدو کار پیل شو.

مشال راډيو: اوس هم په ننګرهار یو شمېر ښوونځي بند پاتې دي. د هغو د پرانیستو هوډ لرئ؟

حسیب شینواري: په اکثرو سيمو کې موږ هغو خلکو ته چې د جنګونو له امله په کې ښوونخي تړل شوي، په تغیر د مکان ورته موږ ښوونخي پرانیستي دي. موږ کوښښ کوو چې په کومو سیمو کې چې لا هم ښوونځي بند دي، له خلکو سره مو خبرې شوي او هغوی موږ ته ډاډ راکړی دی. هغوی غواړي چې په سيمه کې يې ښوونځي پرانیستل شي او بېرته ماشومانو او زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره شي.


XS
SM
MD
LG