د لاسرسي ځای

تازه خبر

اپوزېشن د ایران ضد ډلو په اړه د عمران خان څرګندونې وغندلې


وزیراعظم عمران خان او د ایران ولسمشر حسن روحاني د خبري غونډې پر مهال
وزیراعظم عمران خان او د ایران ولسمشر حسن روحاني د خبري غونډې پر مهال

پراګ - د پاکستان په پارلیمان کې اپوزیشن ګوندونو د وزیراعظم عمران خان پر هغه وینا سختې نیوکې کړې دي چې پکې نوموړي تهران ته په خپل وروستي سفر کې ویلي وو چې په پاکستان کې داسې ډلې شته چې په ایران کې بریدونه کوي خو د ده حکومت یې پر ضد اقدامات کوي.

د مسلم لیګ نواز ګوند د قامي اسمبلۍ غړی عبادالله خان وايي هغه قوتونه اوس ولې په حرکت کې نه راځي چې د نواز شریف لخوا د وسله والو ډلو په اړه د خفیه خبرو په ډاګه کېدو باندې هم خپه شوي وو.

عبادالله خان وویل ، “ که تاسو ته یاد وي، نواز شریف چې کله وزیراعظم وو او د امنیت په اړه یوه خاص غونډه کې یې د وسله والو ډلو په اړه خبرې کړې وې نو سیاسي ګوندونو او ریاستي ادارو په هغه د غدار تور لګاوه. اوس په یوه نړیواله غونډه کې وزیراعظم عمران خان هم دغه خبره کوي خو هغه ته چا غدار ونه ویل. مونږ وایو که عمران دا خبره په هېواد ننه کړی وی نو هیڅ مسله نه وه. خو دا منل چې زمونږ خاوره د نورو هېوادونو پر ضد استعمالیږي، د وزیر اعظم لپاره مناسب نه ده.”

د پاکستان پیپلز ګوند د قامي اسمبلۍ غړی ساجد حسین طوري وايي د افغانستان، پاکستان او ایران ترمنځ په سرحدونو وخت ناوخت وسله وال اوړي راوړي پکار ده چې درې واړه هېوادونه یې په ګډه مخنیوی وکړي خو د دې هر څهپړه عمران خان په په پاکستان د اچولو هڅه وکړه چې د غندنې وړ ده: ساجد حسین طوري زیاته کړه ، “ دا ډیره د افسوس خبره ده. په بلوچستان کې چې د بدامنۍ څومره پېښې کیږي زیاتره پکې د پولې پورې غاړه عناصر لاس لري. په دې کې اکثره د افغانستان او ایران مېشتې وسله والې ډلې ککړې وي خو عمران خان دغه هر څه شاته وغورځول او دا اعتراف یې وکړ چې پاکستان مېشتې وسله والې ډلې په ایران بریدونه کوي. مونږ د دې غندنه کوو.”

بلخوا په پېښور پوهنتون کې د سېمه ایزو مطالعاتو د مرکز مشر ډاکټر سرفراز خان وايي په پاکستان تل د وسله والو ډلو د ملاتړ تورونه لګي، کیدی شي چې اوس دا هېواد د وسله والو ډلو پر ضد د اقداماتو په څرګندونو دغه تورونه ختمول غواړي.

نوموړي د مالي بدعنوانیو د مخنیوي نړیوالې ادارې ایف ای ټي ایف ته په اشاره وویل ، “راتلونکې میاشت د پاکستان په اړه د ایف ای ټي ایف غونډه کېدونکې ده. دغه ادارې لا له وړاندې د وسله والو ډلو د مالي سرچینو په مخنیوي کې د ناکامۍ لوجې پاکستان په خړ لسیټ کې اچولی دی او له دې هېواده یې په دې لړ کې د اقداماتو غوښتنه کړې ده. بیا په ایران بریدونه کوونکې جندالله نومې وسله واله ډله خو په پاکستان کې وه. ممکنه ده چې هغه وخت دې هېواد نه ختموله او یا یې نشوه ختمولی. اوس پاکستان نړۍ ته ښودل غواړي چې د وسله والو ډلو خلاف کاروايي کوي نو بندیزونه دې پرې نه لګوي.”

خو د انساني حقونو وفاقي وزیرې شیرین مزاري پارلېمان ته وویل د وزیر اعظم عمران خان خبره نېمه راخیستل کیږي.

د دې په وینا هغه که په پاکستان کې د وسله والو ډلو شتون منلی نو ایراني چارواکو ته یې دا هم ویلي چې په بلوچستان کې د وروستي برید لپاره ترهګر له ایرانه راغلي وو نو ځکه دواړو هېوادونو ته د ترهګرو پر ضد ګډه مبارزه پکار ده.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG