د لاسرسي ځای

تازه خبر

سنېټر اورنګزیب: حکومت له قبایلي ضلعو سره یوه وعده نه ده پوره کړې


د پاکستان د قومي اسمبلۍ پخوانی عکس
د پاکستان د قومي اسمبلۍ پخوانی عکس

د سېفران لپاره د سېنټ قایمه کمېټۍ حکومت ته ویلي چې د قبایلي ضلعو ولس سره کړې خپلې وعدې دې پوره کړي.

کمېټۍ پر حکومت غږ کړی چې له قبایلي ضلعو دې ټیکسونه او د بجلۍ بلونه نه اخلي او هم دېد دې سیمو د پرمختګ لپاره فنډونه جاري کړي او ځوانانو ته دې قرضې ورکړي.

دا غوښتنې د اپرېل پر ۲۳مه په اسلام اباد کې د یادې کمېتۍ په هغه غونډه کې شوې چې مشري یې د کمېټۍ مشر سېنېټر تاج محمد اپريدي کوله.

د کمېټۍ غړیو غوښتنه وکړه چې حکومت د انضمام پر وخت قبایلي ولس ته لس کلن پلان وړاندې کړی وو او له دوي سره وعده کړې وه چې ټېکسونه به ترې نه اخلي او نورې اسانۍ به ورکوي.

د قایمه کمېټۍ یو غړي سنېټر اورنګزیب اورکزي مشال راډیو ته وویل ، “ دا خو حکومت پنځه کاله قبایلي ولس ته استثنا ورکړې ده او پر دې سربیره چې حکومت د فاټا له ولس سره کومې ژمنې کړې وې تاسو ماته وښایی چې کومه وعده يې پکې پوره کړې ده؟”

ده حکومت ته په اشاره وویل ،“دوی اوس لګیا دي د ټېکسونو خبرې کوي نو په دې غرض موږ حکومت ته سفارشات وړاندې کړل چې قبایل ترڅو پورې په خپلو پښو نه وي ولاړه ، حکومت ورته پوره پېسې نه وي ورکړې دغه سل اربه روپۍ نه وي راغلې د خلکو کورونه نه وي جوړ شوي ځوانانو ته کاروبار نه وي ورکړل شوی تر هغه وخته موږ هیڅ هم نه منو”.

د قبایلي ضلعو د مسلو د حل لپاره د حکومتي کمېټۍ غړي محمد اقبال اپریدي مشال راډیو ته وویل چې حکومت د قبایلي ولس مسلو ته توجه ورکوي او ډېر ژر به هوارې شي.

ده وویل ، “موږ سل په سله باور ورکوو چې د دوی کومې ستونزې او تکلفیونه دي دا به يې ختم شي."

نوموړي د پورته یادې شوې کمېټۍ پر غړو د نیوکې په توګه وویل ، “ د قایمه کمېټۍ چې کومه غونډه شوې ده او په هغې کې کوم ناست دي نو زه نه پوهیږم چې دوی قبایلي سیمو ته تګ هم کوي کنه او دا دوی چې څه وايي دا ناسم دي ځکه چې زموږ حکومت سل په سله باور ورکوي چې دا مسلې به ورته هواروي”.

د سېفران لپاره د سېنېټ د قایمه کمېټۍ دا غوښتنې په داسې وخت کې مخې ته راغلې دي چې یو څو ورځې وړاندې حکومت اعلان کړی وو چې قبایلي ځوانانو ته به د کاروبار لپاره په اسانو شرطونو قرضې ورکوي.

وزیراعظم عمران خان هم ویلي چې قبایلي ضلعو ته به د مسلو د حل او د پرمختګ لپاره هر کال سل اربه روپۍ تر د لسو کالو پورې ورکوي.

خو د اپوزېشن ګوندونه او د قبایلي ضلعو یو شمېر مشران وايي ، د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف حکومت یوازې اعلانونه کوي او په عملي توګه یې څه نه دي کړي.

XS
SM
MD
LG