د لاسرسي ځای

تازه خبر

خلیلزاد: افغانانو د خپل منځي خبرو لپاره جدي ګامونه نه دي اخیستي


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو په موخه د افغانانو خپل منځي خبرو لپاره تر اوسه جدي ګامونه نه دې اخیستل شوي.

زلمي خلیلزاد دا څرګندونې د اپرېل پر ۲۳مه په کابل کې د امریکا په سفارت کې یوې غونډې ته د ویډیو پیغام له لارې وکړې.

خلیلزاد وویل، د سولې په روانو هڅو کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو او له افغانستانه نورې نړۍ ته په راتلونکې کې د خطر د نه پېښیدو په اړه پرمختګ شوی.

خو اوربند او بین الافغاني خبرو کې لا هم جدي ګامونه نه دي اخیستل شوي.

بلخوا په کابل کې د امریکا سفیر جان بس له طالبانو سره د افغانانو احتمالي خبرو ته په اشارې وویل،"ایا د افغانستان خلک او طالبان داسې لاره موندلی شي چې هغه مسئلې حل کړي چې تاسو یې وېشلي یئ؟"

"څو تاسو د ګډ اوسېدو لاره ومومئ. د امریکا حکومت د دې پوښتنې په ځواب نه ‌پوهېږي، خو موږ چمتو یو چې له تاسو سره د ځواب په موندلو کې مرسته وکړو."

جان بس وویل، هېواد یې او همکار یې زلمی خلیلزاد هڅه کوي چې له افغانانو سره مرسته وکړي چې دې پوښتنو ته ځواب ومومي.

په افغانستان کې د امریکا سفیر د امریکا په سفارت کې راټولو شویو افغان ځوانانو ته وویل، موږ غواړو چې تاسو دا بحث له طالبانو سره ولرئ، خو تر هغې مخکې ښه ده چې په خپلو کې پرې خبرې وکړئ.

د نوموړي په وینا له طالبانو سره خبرو کې د ټولو ګډون ممکن نه ‌دی، خو تاسو ټول د هغه ملي بحث برخه کېدای شئ چې پر دې خبرو اغېز کوي.

ټاکل شوې وه چې یوه اوونۍ مخکې د قطر په پلازمېنه دوحه کې له کابله یو پلاوی له طالبانو سره په یو غونډه کې خبرې کړې وی، خو په وروستۍ شېبه کې افغان حکومت وویل، قطر په ‌دې خاطر چې غونډه کې یې له کابله ګډونوالو لېست سره هوکړه ونه‌ کړ، دا غونډه لغوه کړه.

اوس بیا زلمي خلیزاد او د افغانستان سولې په هڅو کې نور ښکېل لوري وايي چې د یو بلې بین‌ الافغاني غونډې د جوړېدو لپاره له ښکېلو لورو سره کار او هڅې کوي.

XS
SM
MD
LG