د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: دیني عالمانو پر طالبانو او حکومت غږ وکړ چې جګړه ودروي


په ننګرهار کې دیني عالمانو غونډه.

په ننګرهار کې دیني عالمانو او قومي مشرانود یوې غونډې په ترڅ کې د وسله والو طالبانو له لوري د الفتح او د افغان دولت له لورې د خالد په نوم د عملیاتو غندنه وکړه او په جنګ کې له ښکېلو ډلو يې وغوښتل چې اوربند ورکړي او د سولې مذاکراتو ته غاړه کېږدي.

د الفتح او خالد په نومونو د اعلان شویو عملیاتو پر ضد د دیني عالمانو او قومي مشرانو دا غونډه د اپرېل په ۲۳مه نېټه په جلال اباد ښار کې تر سره شوه چې په لسګونو ديني عالمانو او قومي مشرانو په کې ګډون کړی و.

دیني عالم مولانا حبیب الله جلال ابادي د الفتح او خالد په نومونو عملیات افغان وژنه وګڼله او په جنګ کې ښکېلو ډلویې وغوښتل چې د سولې لار خپله کړي.

ده وویل ،" طالبانو ورونو باندې غږ کوم چې د خدای لپاره په دې مظلومو افغانانو رحم وکړئ. د الفتح په نوم چې تاسو د عملیاتو اعلان کړی، یقیناً دا د ملت په مقابل کې د جنګ اعلان دی."

نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان حکومت چې د خالد په نوم کوم عملیات شروع کړي، دا هم د ملت په مقابل کې د جنګ اعلان دی. ځکه چې دواړو طرفونو ته افغانان مري.

په دې غونډه کې مولانا شېراز خان عظیمي دیني عالمان وننګول چې د خپلو منابرو له لارې ولس ته د سولې او امن پېغام ورسوي.

ده وویل ، "هغه ممبرونه دې ټوټې ټوټې شي چې د خپل دردېدلي ولس غم ورسره نشته.د سولې اواز له خپلو ممبرونو نه اوچتوي. ای علماوو !چوپ مه پاتې کېږئ، راووځئ، د خدای لپاره دې طالبانو ته سر سرتوروو، حکومت ته سر سرتوروو چې قرباني موږ ورکوو. دا جنګ د بل چا دی. په موږ باندې تپل شوی دی."

د قومي مشرانو په استازیتوب ملک حسن په جنګ کې ښکېلو ډلوباندې غږ وکړ چې نور دې د پردیو په جنګ کې ځانونه نه قربانوي کوي.

ملک حسن زیاته کړه چې "د جنګ ټولو ښکېلو ډلو ته د دې مظلوم ولس په ژبه غږ کوم چې خدای او قرآن ته وګورئ، په هر څه پوهېږو، دا جنګ هيڅ روا جنګ نه دی. دې جنګ کې هيڅ ګټه نشته، د بېګانه وو ګټه په کې ده او موږ د بېګانه وو د ګټو قربانیان وو."

په غونډه کې یو پرېکړه لیک هم ولوستل شو چې په يوه ماده کې يې راغلي ول چې
افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او ساتنه يې هم د ټولو افغانانو مسوولیت دی.

د ننګرهار دیني عالمان د افغانستان په ټولو وګړو غږ کوي چې، خپل ملي یووالی وساتي او د یوه موټي افغانستان په خاطر خپلې هڅې وکړي.

XS
SM
MD
LG