د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله ۱۹٪ زیاته شوې: سیما سمر


د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشره سیما سمر
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشره سیما سمر

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، په تېر یو کال کې په دغه هېواد کې د ولسي تلفاتو کچه ۱۹سلنه لوړه شوې ده.

دا په داسې حال ده چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د اپرېل پر ۲۳مه د یوې خبري غونډې په ترڅ کې په دغه هېواد کې د ۲۰۱۸م کال د جګړې له کبله د ولسي تلفاتو شمېرې خپرې کړې.

د دغه کمېسیون مشرې سیما سمر په افغانستان کې د جګړو له کبله د ولسي تلفاتو پر شمېرو اندېښنه وښوده او ویې‌ ویل:​"په ۲۰۱۸م کال کې زموږ ۱۱۲۱۲ هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې چې د ۲۰۱۷م کال په پرتله دا شمېرې زیاتې دي."

"په ۲۰۱۷م کال کې ۹۴۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، په ۲۰۱۸م کال کې هغه شمېرې چې له کمېسیون سره ثبت شوي،۳۰۳۲ کسان وژل شوي او ۸۱۸۰ کسان ټپیان شوي دي."

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون دا هم وویل چې د دغو تلفاتو عاملین ۵۳ سلنه طالبان، ۱۱،۱۹ سلنه افغان او بهرني امنیتي ځواکونه، ۱۲،۵ سلنه داعش وسله‌واله ډله او د ۲۲ سلنه نور بیا نامعلوم دي.

د دغه کمېسیون د موندنو له مخې، په لومړي سر کې ډېری ولسي تلفات د افغانستان په لوېدیځ، په دوهم قدم کې په ختیځ او په درېیم قدم کې په مرکزي زون کې دي.

کمېسیون له حکومته غوښتنه وکړه چې د بخښنې فرهنګ پای ته ورسوي او د ولسي تلفاتو په اړه دې خلکو ته ځواب ورکوونکي واوسي.

په کابل کې افغان ټولنیز بنسټ چې په افغانستان کې د کلونو جګړو د قربانیانو عکسونه او ځينې نورې خاطرې یې ساتلي او ورته د عدالت غوښتنه کوي، وایي چې کلونه کېږي چې افغانان جګړه تېروي او کال بل ته د ولسي تلفاتو کچه لوړېږي.

د دغه بنسټ مشره ویدا احمد زیاتوي​ "زیات عکسونه مو راټول کړي، زموږ هدف دا دی چې په یو ډول د جګړې قربانیانو او کورنیو ته‌یې د عدالت غوښتنه وکړو، له بده مرغه په دې څلورو لسیزو کې ګورو چې هره ورځ مو خلک په بېلابېلو پلمو وژل کېږي، لومړی د خلق او پرچم جګړه، بیا په کابل کې جګړې پیل شوې، ورپسې د طالبانو په دوره کې د خلکو روزګار لا تیاره شو او په دې وروستیو ۱۸ کلونو کې هم زموږ خلکو امن تجربه نه‌کړ."

اغلې ویدا د جګړې له ښکېلو غاړو غواړي چې په افغانستان کې دې لومړی جګړه پای ته ورسوي، که نه نو د جګړې اصول او قوانین خو دې په پام کې وساتي چې ملکي وګړو ته په‌ کې مرګ ژوبله وانه‌ وړي.

خو په افغان ټولنیز بنسټ کې تر اتو زرو پورې د جګړې د قربانیانو خاطرات او عکسونه ساتل د وژل شویو کسانو کیسه نه‌ ختموي، بلکې د افغانستان ګوټ ګوټ او ان لیرې پرتې سیمې هم د جګړې د تورې دورې شاهدانې دي چې ښايي کیسې یې تر دې ځایه نه‌ وي رارسېدلي.

تر دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما ویلي چې په تېر ۲۰۱۸م کال کې په دغه هېواد کې د روانو جګړو له امله نېږدې څلور زره کسان وژل شوي او له اووه زرو زیات ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG