د امريکا بهرنيو چارو وزیر په دوحه کې د پلان شويو بينالافغاني خبرو پر ځنډ ناهيلې ښودلې ده.
مايک پومپیو دا څرکندونې د اپريل پر ۲۲ مه نېټه له افغان ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني سره د ټيليفوني خبرو پر مهال کړې دي.
د امريکا بهرنيو چارو وزارت له خوا په بيان کې ويل شوي چې ښاغلي پامپيو د طالبانو د پسرلنيو عملياتو اعلان هم وغانده.
ټاکل شوې وه، د افغان سیاستوالو او مدني ټولنو غړو ٢٥٠ کسيزپلاوی د اپرېل پر ۱۹ مه نېټه په قطر کې له طالبانو سره وويني، خو دغه غونډه وځنډول شوه.
وسله والو طالبانو په افغان پلوي کې د ځينو پر موجوديت اعتراض کړی وو.
تر دې مخکې د افغانستان د روغې جوړې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد، چې له طالبانو سره يې څو وارې ليدلي او د بين الافغاني مذاکراتو پر خبره يې ټينګار کاوه، هيله ښودلې وه چې د دوحې خبرې به د افغانستان د راتلونکي لپاره د يوې تګلارې له جوړولو سره مرسته وکړي.