د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کابل کې وسله وال برید شوی دی


په کابل کې وسله وال برید.
په کابل کې وسله وال برید.

د کابل د جنايي تحقیقاتو مشر محمد سالم الماس وايي، امنیتي ځواکونونو د مخابراتو وزارت ته د حمله کوونکو د ننوتلو مخه نیولې ده.

نوموړي مشال راډیو ته وویل چې د افغان امنیتي ځواکونو او حمله کوونکو ترمنځ د دغه وزارت په دروازه کې جګړه روانه ده.

محمد سالم الماس وویل،"برید هغه وخت پيل شو چې وسله والو لومړی د مخابراتو وزارت په دروازه کې د لاسي بم چاودنه وکړه او وروسته نورو حمله کوونکو غوښتل چې د وزارت ودانۍ ته ننوځي."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي تر اوسه دوه برید کوونکي له افغان امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي او هڅه کېږي چې نور حمله کوونکي هم له منځه یوړل شي.

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې د حمله کوونکو هدف د پوست رسونې اداره وه.

تر اوسه هم کومې وسله والې ډلې د دې برید ذمه واري نه ده منلې.

په دې اړه نور مالومات را روان دي.

XS
SM
MD
LG