د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان بې کوره شوي د رایو اندراج خپلو حلقو کې غواړي


د خیبر پښتونخوا د انتخاباتو یو پخوانی عکس
د خیبر پښتونخوا د انتخاباتو یو پخوانی عکس

د شمالي وزیرستان بې کوره کړل شوي خلک له حکومته غوښتنه کوي چې قبایلي ضلعو کې د راتلونکو صوبايي انتخاباتو لپاره دې د دوي د ووټونو اندراج په خپلو حلقو کې وشي.

دوي وايي په تېرو انتخاباتو کې هم په زرګونه خلک له رایو ورکولو پاتې شوي وو.

اسلام اباد ته تللو د شمالي وزیرستان دې متاثرینو مشال راډیو ته وویل چې دوي د بنو په بکا خیل کېمپ او د پاکستان په نورو سیمو کې د بې کورۍ ژوند کوي او د ووټونو اندراج يې په یو ځای او بل ځای کې شوی دی.

د نور خان مداخیل په نامه وګړي وویل،“ هغه بل کال چې کوم الیکشن وشو په هغې کې په بکا خیل کېمپ کې زموږ څلور پنځه زره ووټونه ضایع شو او دا الیکشن کمېشن ضایع کړي دي ځکه چې زه په بنو کې مېشت وم او زما ووټ يې اچولې وو په دته خیل کې”.

ده وویل ، “ نو موږ عمران خان صېب ته خواست کوو چې زموږ ووټ دې بنو ته رابدل کړي.”

اصل میر مداخیل نومي بل کس مشال راډیو ته وویل که حکومت د دوي دا غوښتنه ونه منله نو دوي به په احتجاج لاس پورې کړي.

ده وویل ، “زموږ سره زیاتی شوی دی ځکه چې د وزیرستان د دته خیل تحصیل ۷۰ زره ووټونه دي خو زموږ پکې پنځه زره ووټونه هم نه وو کارول شوي باید چې دا مسله هواره کړل شي”.

د خېبرپښتونخوا د صوبایي الیکشن کمېشن یو چارواکي سهیل احمدمشال راډیو ته وویل چې الېکشن کمېشن د دوي د اسانیو لپاره په ټولو قبایلي ضلعو کې د اسانیو مرکزونه جوړ کړي دي او دوي دې له هغوي سره رابطه وکړي.

د سهیل احمد په وینا دا ځکه چې اوس خو هغه شان بې کوره شوي خلک نه دي پاتې لکه چې په کال دوه زره اتم کې وو او یا بیا روستو چې وو چې په کېمپونو کې به ورته پولینګ سټشنې جوړېدې”.

ده وویل چې اوس خلک خپلو سیمو ته ستانه شوي دي او که لږ ډېر پاتې دي باید چې هغوی دې مرکزونو ته ورشي او خپل ووټ هلته درج کړي چې کوم ځای يې غواړي.

د صوبایي الیکشن کمېشن په وینا د ۲۰۱۹م کال د جون میاشتې تر پایه به په قبایلي ضلعو کې د صوبايي اسمبلۍ د چوکیو لپاره ټاکنې کېږي او د دې لپاره ټولې تیارۍ شوې دي.

قبایلي ضلعو ته د صوبايي اسمبلۍ ټولې ۱۶ چوکۍ ورکړل شوې دي چې د باجوړ پکې درې ، د مومندو لپاره دوې ، د خیبر لپاره درې ، د کورمې لپاره دوې ، اورکزیو ته یوه ، شمالي وزیرستان لپاره دوې او د جنوبي وزیرستان لپاره هم دوې او د نیمو قبایلي سیمو لپاره یوه چوکۍ شامله ده.

XS
SM
MD
LG