د لاسرسي ځای

تازه خبر

زما ورور یې د خپل ولس حقونو ګټلو پرسر وواژه: وړانګه لوڼۍ


وړانګه لوڼۍ له خپل وژل شوي ورور ارمان لوڼي سره

د پښتون ژغورنې غورځنګ د وژل شوي مبارز ارمان لوڼي خور وړانګه لوڼۍ ویلي، ورور يې ځکه ووژل شو چې د خپل او سیمې د ولسونو د حقونو غوښتنه يې کوله. د بخښنې نړیوال سازمان پر ویب پاڼه وړانګې لوڼۍ په یوه لیکنه کې ویلي باید د ارمان د وژنې ازادې پلټنې وشي او ذمه وارو کسانو ته د قانون سره سمه سزا ورکړل شي.

وړانګه لوڼۍ لیکي، ورور يې غوښتل چې د سیمې د ولس حقونه خوندي کړي او د همدې لپاره په مبارزه کې ووژل شو.

په ارمان د سږني کال (۲۰۱۹) د فرورۍ پر دویمه په لورالايي کې پولیسو تشدد وکړ او یې واژه دا په داسې حال کې وه چې هغه په پولیسو د ترهه ګر برید پرضد د یوې احتجاجي ناستې مشري کوله.

وړانګه وايي ورور يې په دغه لار کې د ورپیښو خطرو نه خبر وو ، او اکثر به يي ورته ویل چې د پښتنو د حقونو لپاره په روانه مبارزه کې به له درد او کړاونو سره مخاخېږي.

وړانګه چې لکه د خپل ورور د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه فعاله غړې ده، وايي، په خپله سیمه کې امن غواړي، سکولونه، کالجونه او هسپتالونه غواړي او پرځای د دې چې غوښتنې يې ومنل شي، دوی د غدارانو او د ریاست د دښمنانانو په نومونو بلل کېږي.

وړانګه وړاندې لیکي، د دوی مبارزه د جبري لادرکه کېدو، ماوراي عدالت وژنو، په امنیتي پوستو د زور زیاتي پرضد ده او غواړي چې د خپل وطن ځمکلاندې ماینونه یې پاک کړل شي. خو دا هڅې کېږي چې اواز یې خاموشه کړل شي.

هغې په خپله لیکنه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د ځینو فعالانو لکه ګلالۍ اسماعیل او ثنا اعجاز ذکر هم کړی چې مقدمې ورباندې جوړې کړل شوي دي او حکومت ورله له هېواده د بهر تلو اجازه نه ورکوي.

وړانګه لیکي، ارمان غوښت چې پاکستان دې یو شفاف او جمهوري فیډریشن وي چېرته چې د پښتنو، بلوڅو، سیندیانو، سرایکیانو، پنجابیانو او نورو قامونو حقونه خوندي وي، مذهبي ازادي ولري، د خپلو خیالاتو اظهار وکړل شي او د زور زیاتي نه خوندي وي.

وړانګه لوڼۍ په پای کې لیکي، ورور ارمان يې چې څنګه ژوند کاوه هم هغه شان مړ شو. دا هغه د ژوند وروستی کار دا وو، خپل هغه کسان خوندي کړي چې په پاکستان کې د بې انصافیو پرضد ورسره ملګري ول. سره له دې چې امنیتي ادارو لارې تړلې وې خو د هغه جنازې له د ولس یو سمندر راغلی وو.

وړانګه لیکي، په هغه ورځ يې تر ټولو لوی ارمان دا وو، چې ارمان دغلته له ولاړې ونې نه بهر راووځي!

یادګېرنه: پولیس د ارمان لوڼي د وژنې تورونه ردوي او وايي چې په دې اړه پلټنې روانې دي.

XS
SM
MD
LG