د اپرېل پر ۱۸ ماخوستن د وزیر اعظم له دفتره په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې د مالي چارو وزیر اسد عمر د استعفا له کبله عبدالحفیظ شیخ د مالي چارو مشاور ټاکل شوی دی.
بیان وايي چې د کورنیو چارو ریاستي وزیر شهریار اپرېدی به اوس د قبایلو او سرحداتو چارو وزیر وي او اعجاز شاه به د کورنیو چارو وفاقي وزیر په توګه دنده تر سره کړي.
همداراز وزیر اعظم له فواد چودري څخه د اطلاعاتو او خپرونو وزارت اخیستی دی او ورته یې د ساینس او ټېکنالوژۍ هغه ورسپارلی.
ډاکتره فردوس عاشق اعوان د وزیر اعظم د اطلاعاتو مشاوره ګومارل شوې.
بیان وايي، غلام سرور خان د تېلو پر ځای د هوابازۍ چارو وزیر ټاکل شوی.
وزیر اعظم همداراز، علي امین ګنډه پور د کشمیر چارو، طارق بشیر چیمه د کورونو جوړولو او عامر محمود کیانی د روغتیا له وزارتونو ګوښه کړي دي.
ظفر الله مرزا د روغتیا نوي وزیر په توګه ګمارل شوی دی.