د لاسرسي ځای

تازه خبر

خلیلزاد د قطر د دوحې کنفرانس پر لغوه کېدو خپګان ښودلی


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دوحه کې د بین‌ الافغاني خبرو پر ځنډېدو خواشینی ښودلې او ویلي یې دي چې له ښکېلو اړخونو سره په تماس کې دی او هغوی هڅوي چې خبرو اترو ته ژمن پاتې شي.

زلمي خلیلزاد د اپرېل پر ۱۸مه شپه ناوخته وروسته له هغې چې افغان حکومت د قطر د غونډې لغوه کېدو اعلان وکړ، پر خپل ټویټر ولیکل چې خبرې اترې د سیاسي هواري او دوامدارې سولې یو مهم ټکی دی او بل بدیل نه‌ لري.

نوموړي پر ټولو خواوو غږ کړی چې له فرصته دې استفاده وکړي او د غونډې د ګډونوالو په یو داسې لېست دې سره سلا شي چې د ټولو افغانانو استازیتوب وکړي.

نوموړي زیاته کړه، که ده ته د مرستې اړتیا پېښه شي، مرستې ته چمتو دی.

د ارګ ماڼۍ د اپرېل پر ۱۸مه شپه په یوې اعلامیه کې د دوحې د ناستې د لغوه کېدو علت دوحې ته د تلونکي افغان پلاوي په منلو کې د قطر پاتې راتلل بلل شوي.

د افغانستان حکومت تېره سې شنبه د افغان سیاستوالو، حکومتي چارواکو، مدني فعالانو، افغان ښځو او خبریالانو ۲۵۰ کسیزه لېسټ خپور کړ چې تمه وه د قطر په بین‌ الافغاني ناسته کې ګډون وکړي.

تر دې مخکې طالبانو د چارشنبې پر ورځ په یوه اعلامیه کې د افغانستان له لوري خپور شوی لېسټ اوږد او نه مننونکی بللی وو.

د دوحې د شخړو او بشري مرستو مرکز چې د دې غونډې کوربه‌ توب یې کاوه، هم تایید کړې چې د غونډې د ګډونوالو پر سر لا هم هوکړه نه‌ ده شوې او په دې برخه کې یې یوې اجماع ته اړتیا شته.

د دې ادارې مشر سلطان برکات په یوې اعلامیې کې ویلي چې ټول ښکېل لوري دوحې ته د راتلونکو استازو د شمېر پرسر د اختلافونو د هوارولو لپاره کار په ګډه کوي.

څرګنده نه‌ ده چې د ګډونوالو د لېست پر سر راپورته شوي اختلافات به کله هوار شي؟

XS
SM
MD
LG