د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې بارانونو ۳۹ تنه وژلي دي


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د پاکستان طبعي ناروینونو سمبالولو ملي اداره (اېن ډي اېم اې) وايي، په ټول هېواد کې د باررانونو او سېلابونو له امله نهه ديرش کسان وژل شوي او تر سلو زيات ټپيان دي.

اېن ډي اېم اې په خپل راپور کې وايي په قبايلي ضلعو کې د بارانونو له امله تر ټولو زيات دولس کسان وژل شوي، په بلوچستان کې یولس، په پنجاب کې لس، په سند کې پنځه او په خېبرپښتونخوا کې ېو تن وژل شوې دې.

د ېادې ادارې ترمخه بارانونو له امله په ټول ملک کې یو سل پنځه دېرش کسان ټپيان شوي هم دي چې پکې تر ټولو زيات په پنجاب کې شپږپنځوس او سند کې پنځوس کسان دي، د دې ترڅنګ د بارانونو او سېلابونو لوجې تر اتياو زيات کورونو ته هم نقصان رسېدلی دی.

بلخوا د مستونګ په ګنجه ډورۍ سيمه کې د نهې په ورځ د ويګن او ټرک ترمينځ په ټکر کې دولس تنه وژل شوي او اتلس نور ټپيان شوي وو.

له سيمې د مشال راډيو خبریال وايي چې د کوټې - کراچۍ پر لوی سړک له کراچۍ څخه کلا عبد الله ته تلونکی وېګن پر سړک له ښویېدو سره سم له ټرک سره وجنګېدو چې پکې د ماشومانو او ښځو پشمول دولس تنه مړه شوي دي او نن د شورو ورځ په کراچۍ کې خاورو ته وسپارل شول.

په ملک کې به د بارانونو دا لړۍ به تر کله جاري وي او دا وخت په سيندونو او خوړونو کې د سيلاب څه صورتحال دې. مشال راډيو چې کله دا پښتنه د موسمياتو محکمې د چارواکي ډاکټر عظمت حېات نه وکړه نو نوموړې وايي د ملک په زياترا برخو کې د بارانونه لړۍ ودريدلې ده صرف د پاکستان واک لاندې کشمير، ګلګت بلتستان او اسلام اباد په ځنې برخو کې به راتلونکي دولس ساعتو پورې ورېزې خورې وي او د باران امکان پکې شته سبا د زيارت ورځې نه به په ملک کې موسم وچ وي او هغه سيمې چې غنم پکې پاخه شوي نو زمينداران دې رېبل وکړي ځکه چې د اپرېل له پنځويشتمې نېټې د ملک په ځینو برخو کې د بارانونو ېوه بله لړۍ راتلونکې ده.

د نوموړي وينا وه ترڅو چې د سيلابونو خبره ده نو بلوچستان او په ځينو قبايلي ضلعو کې د تېزو بارانونو لوجې په خوړونو کې سېلابونه راغلي ول خو د باران ودرېدو لوجې هغه هم تر ډېره حده کم شوي دي. د ملک په نورو سیندونو کې اوبه د معمول مطابق روانې دي، یوازې په کابل سیند کې د منځنۍ درجې سيلاب دی او د زياتيدو امکان یې نشته.

د پاکستانیو رسنیو ترمخه د پنجاب په مختفو برخو کې د بارانو او ږلۍ لوجې د غنمو برسره سره د مېوو باغونو ته هم زيان رسېدلی دی.

احمد الله- مشال راډيو- اسلام اباد.

XS
SM
MD
LG