په بلوچستان کې ورښتونو او ټرافیکي پېښو ۲۲ کسان وژلي او ۲۳ نور یې ژوبل کړي دي.
د مستونګ په ګنجه ډورۍ سیمه کې نن د کوټي کراچۍ پر سړک له کراچۍ څخه کلا عبدالله ته د تلونکي وېګن او ټرک ترمنځ په ټکر کې ۱۱ تنه وژل شوي او او ۱۸ نورټپیان دي. په وژل شویو کې دوې مېرمنې او درې ماشومان هم شامل دي. په مستونګ کې د چارواکیو په وینا چې په وېګن کې سپاره ټول د یوې کورنۍ غړي ول چې کلا عبدالله ته د فاتحې لپاره روان ول. د دوی په وینا چې له بدمرغې پېښې سره مخامخ شوې کورنۍ د افغانستان باشنده ګان دي.
بلخوا د اوسنيو بارانونو له امله د صوبې په بېلا بېلو برخو کي ۱۱ کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
په کوټه کې د طبعي پېښو سمبالولو ادارې مشر عمران زرکون مشال راډیو ته وویل چې له سېلاونو د مرګ پېښې په پشین او کچي ولسواليو کي شوې دي. د نوموړي په وینا ولس ته پکار ده چې په ورښتونو او سېلاوونو کې پام وکړي.