د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پي ټي اېم غوښتنو ملاتړ کوو: سېنېټ کمېټۍ


د غونډې عکس
د غونډې عکس

د پاکستان په سېنټ کې د ولسي شکایتونو اورېددو او د هغوي د هواري لپاره جوړه شوې ځانګړې کمېټۍ وايي د پښتون ژغورنې غورځنګ په غوښتنو کې داسې څه نشته چې دوي یې مخالفت وکړي.

دا خبره د یادې کمېټۍ غړي سنېټر مشاهد حسېن سید د اپرېل پر ۱۶مه مشال راډیو ته وکړه. ده وویل دا کمېټۍ د سېنټ د مشر محمد صادق سنجراني په په خصوصي امر جوړه شوې ده.

مشاهد حسېن سید وویل ، یادې کمېټۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ور بللی وو چې خپل موقف د کمېټۍ غړو ته وړاندې کړي.

مشاهد حسېن سید زیاته کړه چې منظور پښتین ډېر په تفصیل او ښه انداز خپلې اندېښنې او غوښتنې وړاندې کړې او د کمېټۍ غړو یې ملاتړ وکړ.

ده وویل له منظور پښتین سره یې ژمنه کړې چې دا مسله به اوس دوي پرمخ پسې وړي او حل لاره به ورته لټوي.

مشاهد حسېن سید وویل ، “دوي وویل چې د نقیب الله محسود په وژنه کې د انصاف وشي ، موږ ورته وویل چې دا بلکل سمه خبره ده ، ده وویل ، له عدالته پرته د شوو قتلونو په اړه دې پلټنې وشي ، موږ ورته وویل بلکل سمه ده ، ده وویل د ورکو کسانو ازاله دې وشي ، موږ ورته وویل بلکل سمه ده او بیا ده وویل چې مایونه دېر تاوان رسوي نو زموږ په خیال دا ډېرې جایز مطالبې دي او موږ له هغه سره هیڅ اختلاف نه لرو.”

پښتون ژغورنې غورځنګ دا هم وايي چې پاکستان په افغانستان کې مداخلت کوي او دا تګلاره دې بدله کړي ، د دوي په وینا دا ځکه چې له دې کبله د پولې دواړو خواوو ته پښتانه ځپل کېږي.

مشاهد حسېن سید وویل چې منظور پښتین د کمېټۍ غونډې ته د افغانستان په اړه د پاکستان د تګلارې خبره هم وکړه.

ده وویل ، “د ده افغان پالېسۍ خبره هم وکړه نو ما ورته وویل چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا په خپله ویلي دي چې د افغان پالېسۍ په اړه موږ د تېر وخت تېروتنې تکرارول نه غواړو او یو نوې تګلاره راوړل غواړو. نو ماته وورته وویل چې په اسټبلشمنټ کې هم یو نوی فکر راغلی دی او هغه دا دی چې موږ باید داسې تګلارې ولرو چې له ګاونډیو هیوادونو سره مو اړیکې هم ښې او د تېر وخت غلطۍ بیا ونه کړو.”

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین مشال راډیو ته وویل ، یادې کمېټۍ بلنه ورکړې وه اودوي یوازې خپلې غوښتنې ورته وړاندې کړې دي او تر اوسه د بیا لیدو په اړه هیڅ نه دي ویل شوي.

منظور پښتین وویل ، که یادې کمېټۍ د دوي د مسلو د هواري لپاره کار کول وغوښت نو دوي به خپلې ټولې مسلې په لیکلې بڼه ورته وړاندې کړي.

ده وویل ، “ما یوازې دومرې ورته وویل چې که تاسو پر دې کار کول غواړی نو د هغه لپاره به بیا بېل ملاقات دی او زه به تر هغه وړاندې لومړی د ټولې پښتونخوا له مشرانو سره عامه غونډه کوم او موږ به د خپلو غوښتنو په اړه جامع لیک کوو او یو جرګه به یې درته وړاندې کوي.”

منظور پښتین وویل د کمېټۍ هیڅ یوه غړي هم د پښتون ژغورنې غورځنګ د غوښتنو مخالفت نه دی کړی.

ده زیاته کړه ، “ما دوي ته په خپل بیان کې دا هم وویل چې پارلمنټ ته ژوندون غواړو ، سېنټ ته ژوندون غواړو. تاسو چې په خپله پرېکړه وکړئ نو پر هغه عمل نه کېږي. تاسو د ارمان لوڼۍ په اړه پرېکړه وکړه او کسان مو را وغوښتل خو عمل پرې ونه شو. دوي په خپله دا ومنله چې رښتیا موږ په خپله هم کمزورۍ لرو.”

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي ، د پاکستان میډیا د پوځ په وینا د دوي جلسې ، لاریونونه او نورې غونډې نه ښکاره کوي او نه یې په اړه خبرونه او رپوټونه خپروي. خو رسنیو د دې تور په اړه تر اوسه څه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

خبریال پاته شوي سنېټر مشاهد حسېن سید وویل ، پر رسنیو باید هیڅ بندیز نه وي او دا د رسنیو په مالکانو پورې هم اړه لري چې حق لیکي او که سرکاري رښتیا لیکي.

دا لومړی ځل دی چې د پاکستان د سېنټ د مشر محمد صادق سنجراني په وینا جوړې شوې ځانګړې کمېټۍ په رسمي توګه پښتون ژغورنې غورځنګ ور بللی او د هغوي موقف یې اورېدلی دی.

دا له هغه وروسته ده چې پښتون ژغورنې غورځنګ د اپرېل پر ۱۳مه د شمالي وزیرستان په میرانشا کې داسې احتجاجي غونډه وکړه چې په زرګونه کسان پکې شامل وو.

XS
SM
MD
LG