د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت د دوحې ناستې لپاره ۲۵۰ کسیزه پلاوی اعلان کړ


د ولسمشر ویاند، هارون چخانسوري, 07 April 2019
د ولسمشر ویاند، هارون چخانسوري, 07 April 2019

د افغانستان حکومت د اپرېل پر ۱۶مه د هغو کسانو نوملړ خپور کړ چې په قطر کې به د طالبانو د سیاسي استازیو سره د خبرو لپاره ځي.

د افغانستان حکومت ویلي چې دا پلاوی ۲۵۰ غړي لري.

په خپاره شوي لېست کې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي، د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د مشرې، سیما ثمر او جمهوري ریاست ته د کاندید، محمد حنیف اتمر نومونه هم شامل دي.

د ولسمشر ویاند، هارون چخانسوري په یوه لنډ ویډیويي پیغام کې چې رسنیو ته یې استولی ویلي چې په‌ دې پلاوي کې د افغانستان د خلکو مختلفو ډلو استازي شامل شوي دي.

دا پلاوی به په بین‌ الافغاني خبرو کې برخه اخلي چې د پریل ۱۹مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې پېلېږي او د اپرېل تر ۲۱ مې به دوام وکړي.

په قطر غونډه کې د ګډون کوونکي پلاوي د ۲۵۰ کسیز لېست د لیدو لپاره دا ځای کې کاږئ.

XS
SM
MD
LG