د صوبې وزيراعلی جام کمال خان بيګا دې احتجاج کوونکو ته وويل چې وسله والې ډلې به ځپي. هغه زياته کړه: ((ټول هغه عناصر چې زموږ ملک او دين بدناموي. هغه عناصر چې د خلکو ژوند اخلي، د هغوی خلاف کار روان دی. دا کوښښ او محنت مخې ته ځي. دا به داسې نتيجې ته رسېږي چې زموږ ملک، صوبې او ټولو لپاره به بهتره وي.))
د اپرېل په دولسمه په کوټه کې پر هزاره شيعه وو په يوه بمي حمله کې شل کسان وژل شوي وو. د مطبوعاتو تر مخه د دې حملو ذمه واري د تحريک طالبان پاکستان قاري حسېن ډلې او داعش په جلا جلا خبرپاڼو کې اخیستې ده. تر دې حملې وروسته شيعه هزاره په احتجاج دي.
د پاکستان کورنيوو چارو وزير مملکت شهريار افريدی د اپرېل په پنځلسمه کوټې ته د دغو خلکو د ليدو لپاره ورغلی وو، هغوی سره يې غمرازي وکړه او ترې وې غوښتل چې مظاهره ختمه کړي. پرون په دې احتجاج کې شاملې، حميده علي هزاره مشال راډيو ته ويلي وو چې له حکومته د وسله والو د ځپلو وعدې نه بلکې عمل غواړي.
له شهريار افريدي مخکې د پاکستان تحريک انصاف حکومت ځيني نور چارواکي هم کوټې ته د غمرازۍ او د احتجاج ختمولو د غوښتنې سره ورغلي وو. په مظاهره چيانو کې يو طاهر هزاره د اپرېل په ۱۵مه مشال راډيو ته وويل: ((چارواکي دې داسې ضمانت راکړي چې بيا به پر موږ حملې نه کېږي. دا اوس چې کوم بريد شوی دی دا د يوې نوې منصوبې برخه ده چې موږ پکې د قربانۍ ګډوري يو.))