د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تورو پېسو مينځل: د حکومت او اپوزېشن ناندرۍ


د تحريک انصاف مشر او وزیراعظم عمران خان، د پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري او مسلم لېګ (ن) مشر شهباز شريف
د تحريک انصاف مشر او وزیراعظم عمران خان، د پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري او مسلم لېګ (ن) مشر شهباز شريف

اپوزیشن ګوندونو مسلم لېګ (ن) او پيپلز پارټۍ په پاکستان کې د تحريک انصاف حکومت هغه ادعاوې رد کړې چې پکې ويل شوي، د دغو ګوندونو سياستوال په مني لانډرينګ يا تورو پېسو مينځلو کې ښکېل دي.

د مسلم لېګ (ن) وياندې، مريم اورنګزېب په لاهور کې د اپرېل په ۱۵مه خبريالانو ته وويل چې حکومت د خپلو ناکاميوو پټولو او د اپوزېشن خلاف سازش په کولو سره خپل مخالفين بدناموي. هغې زياته کړه: ((دوی احتساب ادارې ته وايي چې د مسلم لېګ (ن) پر خلکو فشار واچوئ. عمران خان هلته په پنجاب کې په غونډه کې ناست وي، ورته ووايي چې د مسلم لېګ (ن) ګوند خلاف کېسونو ته زور ورکړئ. نو دا يو سنجول شوی سازش دی.))

داسې شواهد شته چې له دې ځايه به هم نغدې پیسې لېږلې کېدلې او له بهره به هم راتللې.
شهزاد اکبر

د پاکستان اطلاعاتو وفاقي وزير فواد چوهدري او د وزيراعظم د احتساب چارو سلاکار، شهزاد اکبر د اپرېل په ۱۴مه د اپوزېشن ګوند، مسلم لېګ (ن) د مشرانو شهباز شریف د کورنۍ او پيپلز پارټۍ مشرانو اصف عي زرداري نومونه واخیستل او وې ويل چې د احتساب ادارې سره داسې اسناد شته چې دغه خلک د تورو پېسو په مينځلو کې لاس لري.

شهزاد اکبر زياته کړه: ((کله چې يو څوک په بدل نوم له بهره پېسې دلته رالېږي يا یې له دې ځايه استوي، لکه د دوی کسانو چې کړي دي، دا مني لانډرينګ دی.))

اپوزېشن ګوندونه د احتساب ادارې له خوا د دوی د سیاستوالو خلاف روان کېسونه د حکومت سازش بولي. د پيپلز پارټۍ غړي او د سند وزيراعلی د اطلاعاتو سلاکار مرتضی وهاب د اپرېل په ۱۵مه وويل چې حکومت د بلاول بټو زرداري له سياسي شهرته په وېره کې دی. (( له کومې راهیسې چې بلاول صېب د اورګاډي په ذريعه خلکو سره نېغه په نېغه رابطې کول شروع کړي دي، حکومت په وېره کې دی. حکومت د الزام لګولو سياست ته مخه کړې ده د فشار اچولو لپاره.))

نړيوال تور ليست

دا په داسې حال کې ده چې د ترهګرو د پېسو په سرچينو او تورو پېسو مينځنې يا مني لانډرينګ څارنې نړيوالې ادارې ايف، ای، ټي، ایف د می په پنځلسمه پرېکړه کوي چې آيا پاکستان په تور ليست کې واچوي کنه. دې ادارې د اپرېل پاکستان ته د اپرېل پنځلسمه وخت ټاکلی وو چې په دې اړه خپل سپيناوی وکړي.

په پاکستان کې ځيني سياسي مجبوريانې شته دی چې د دې ګامونو په مخ کې خنډ دي.
اياز وزير

د پاکستان د کورنيوو چارو وزير مملکت، شهريار افريدي نن په کوټه کې مطبوعاتو ته وويل چې د خپلو کړو کارونو په اړه یې دغې ادارې ته معلومات ورکړې دي.

د سياسي چارو څيړونکی ایاز وزير وايي د پاکستان حکومت دې د تورو پېسو مينځلو مسله کې د سياستوالو تر څنګ د سختدريځو ډلو مالي سرچينې په نښته کړي. (( حکومت د مني لانډرينګ کېسونه جدي نيولې دي. دا ښه کار دی خو په مې مياشت کې چې کومه پرېکړه راتلونکې ده، هغې ته هم بايد تیاری وي او ځيني ښکاره ګامونه بايد واخيستل شي.))

د تورو پېسو مينځنې او ترهګرو د مالي سرچينو د څارنې نړيوالې ادارې، ایف، ای، ټي، ايف پاکستان په دې لړ کې د سم کار نه کولو له وجې په خړ لیست کې اچولی دی. بلخوا پاکستاني چارواکي دريځ لري چې دوی په دې کار کې سنجيده دي نو ځکه یې ش۷۸ سختدريځې ډلې غېرقانونه ګرځولي او د سياستوالو په شمول يې ګڼ نور خلک ممنوع الخروج اعلان کړي دي.

XS
SM
MD
LG