د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په لومړي ځل د پاکستان په اړه خپل دريځ څرګند کړ.
حکمتیار د یکشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د یو شمېر نورو ګاونډیو هېوادونو تر څنګ پاکستان هم د افغانستان سیاسي مسایلو سره اړیکې لري او د طالبانو ملاتړ کوی.
هغه وویل: "پاکستان یو له هغو هېوادونو دی چې د افغانستان له مسلې سره اړیکې لري او د دغه هېواد د وضعیت په اړه ځان ته دریځ لري، پاکستان د طالبانو ملاتړ کوي چې په دې کې هېڅ شک نه شته."
د حزب اسلامي مشر دا هم وویل چې اوس پاکستان ته د افغانستان له جګړې تر ګټې زیان زیات رسېدلی، په تېره بیا اقتصادي زیان او لېواله دی چې په افغانستان کې سولې راشي.
ګلبدین حکمتیار پخوا کله هم د پاکستان په اړه دغسې واضح دریځ نه و ښکاره کړی.
پاکستان هغه هېواد دی چې له دې وړاندې پرې د افغان حکومت او نړېوالې ټولنې له لوري له ترهګرو ډلو سره د مرستې تورونه پورې شوي، خو پاکستان دا تورونه ردوي.
حکمتیار په دې ځانګړې مرکه کې دا هم وویل چې د جګړې دواړو ښکېلو غاړو افغان حکومت او طالبانو له لوري پسرلني عملیات چې د افغان حکومت له لوري د خالد او د طالبانو له لوري بیا د الفتح په نوم اعلان شوي، د سولې پر پروسه به منفي اغېز وکړي.
خو نوموړی د سولې روانو هڅو ته هیله مند ښکاري او وایي چې دا هڅې به د افغانستان د سولې لپاره رنګ راوړي.
حکمتیار وویل:
"که مشران سره کښېني، پر ټولو مسایلو بحث وکړي او ګډ دریځ غوره کړي، هېڅوک د ویټو حق ځان ته ورنه کړي، ځکه د ویټو حق هېڅوک نه لري او له هېچا نه منل کېږي، سوله په خپل انحصار کې ونه نیسي، سوله ملي مسله ده، د ټولو توافق ایجابوي، په صادقانه ډول او بلا قید او شرط باید مذاکراتو ته داخل شو."
ټاکل شوې چې د روانې اپرېل میاشتې له ۱۹مې تر ۲۱مې نېټې پورې د قطر په مرکز دوحه کې د افغان حکومت استازي، سیاسیون او طالب پلاوي خبرې اترې وکړي.
که څه هم طالبانو ویلي چې په دې ناسته کې به د افغان حکومت استازي د افرادو په توګه برخه اخلي، نه د حکومتي استازو، خو افغان حکومت ویلي دي چې د دوی استازي به په دې ناسته کې د حکومتي استازو په توګه برخه واخلي، نه د اشخاصو په توګه.
له دې سره ښاغلی حکمتیار وایي، په افغانستان کې د سولې په مشورتي لویه جرګه کې ګډون کوي، خو که دغه جرګه په سمه توګه مدیریت نه شي، خلکو ته به ستونزې جوړې او د مشورې ارزښت به راکم کړي.
افغان حکومت وايي چې د سولې مشورتي لویه جرګه د راتلونکې غويي میاشتې په نهمه نېټه جوړه شي چې دوه ورځې به دوام وکړي او د سولې اړوند مسایلو په څرنګوالي به په کې بحثونه وشي.
ښاغلی ګلبدین حکمتیار وایي، سره له دې چې له افغانستان سره یې د سولې تړون ۹۵ سلنه شرایط نه دي پلي شوي، خو د سولې له هوکړې یې خوښ دی او د جګړې په ټولو ښکېلو غاړو په تېره بیا له طالبانو یې د سولې غوښتنه وکړه.
راپور: فېروزه عزیزي