د لاسرسي ځای

تازه خبر

فضل اکبر راهي وايي، پر سټیج سندرې ویل خوند ورکوي


فضل اکبر راهي پښتون سندرغاړی او د پېښور اوسیدونکی دی. نوموړی له تېرو ښایسته وو ډېرو کلونو راهېسې سندرې وايي او په ژوندۍ بڼه پر سټیج د سندرو ویلو لپاره مشهور دی.

د مشال راډیويي مجلې سره د خبرو پر مهال راهي وویل چې د پېښور د نوتیه قدیم سیمې سره تړاو لري او د ۱۹۹۰ کال راهېسې سندرې وايي.

نوموړی وايي، د موسیقۍ د تعلیم سره سره یې له پېښور پوهنتون ته هم لوړې زده کړې کړې دي او تل یې هڅه کړېده چې معیاري موسیقي او معیاري کلامونه ولس ته وړاندې کړي.

فضل اکبر راهي د فن شروع د نشترهال د سټیج نه کړې وه او تر ننه په همدې او نورو سټیجونو یې د فن سره خپله اړیکه پاللې ده.

د سندرغاړيفضل اکبر راهي د ژوند او کار سره که نوره اشنايي ترلاسه کول غواړئ نو د مشال راډیويي مجلې ۱۱۸مه ګڼه په فلش پلیر کې واورئ:

فضل اکبر راهي
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:08 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG