د لاسرسي ځای

تازه خبر

په دوحې کې د امریکا او طالبانو خبرې ژر پیلېږي: قریشي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

اسلام اباد ـ د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وايي، د امريکا او افغان طالبانو ترمينځ د قطر په سرښار دوحه کې د مذاکراتو راتلونکی پړاو ډېر زر کېدونکی دی او دوی هيلمن دي چې د دې ناستو به ګټورې نتيجې راووځي.

شاه محمود قریشي د اپریل پر ۱۴مه، د پنجاب په ملتان ښار کې رسنیو سره د خبرو پرمهال وويل، حکومت د افغانستان په معاملاتو کې مداخله نه کوي خو هڅه یې ده چې په افغانستان او سيمه کې دې امن راشي او په دې لړ کې به خپلې هلې ځلې جاري ساتي.

نوموړي وړاندې وویل:

"داسې قوتونه شته چې په دغو مذاکراتو کې خنډ اچول غواړي خو هغوی به کله هم په خپلو دغو هڅو کې کامیابه نه شي، ځکه چې زموږ نیتونه سهي دي او د دې پروسې کامیابي غواړو. "

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خليلزاد د اپرېل پر پېنځمه نېټه په دوه ورځنۍ دوره اسلام اباد ته ورغلی وو.

نوموړی هڅه کوي د افغانستان د سولې د پروسې لړ کې د پاکستان همکاري جلبه کړي.

خليلزاد تر دې وړاندې هم پاکستان ته د سولې په لړ کې سفرونه کړي او پر دې سربيره يې د طالبانو له استازو سره د ۲۰۱۸م کال اکتوبر مياشتې راهيسې پنځه ځله مخامخ خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر دغه څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راغلې دي چې افغانستان او د سیمې او نړۍ یو شمېر هیوادونه اسلام اباد ته ګوته نیسي چې د ترهګرو پالنه کوي خو پاکستان دا تورونه ردوي. پاکستان وايي، پر طالبانو نفوذ نه لري او نه هم هغوی د پاکستان په لاس کې دي.

XS
SM
MD
LG