د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال خان د دویم تلین پر مهال غونډې او لاریونونه کېږي


په پاکستان کې د مشال د وژنې پرضد لاریونونه
په پاکستان کې د مشال د وژنې پرضد لاریونونه

پېښور ـ په داسې حال کې چې د اپریل پر ۱۳مه، د مشال خان د وژنې دوه کاله پوره شول، د مدني ټولنو غړي، د زده کوونکیو سازمانونه او د هغه کورنۍ وايي، په ټول پاکستان کې یې لاریونونه او احتجاجي غونډې په پام کې نېولې دي.

د مشال خان خور ستوریا خان د اپریل پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل، د لاریون مقصد د زده کوونکو د حقونو باوري کول او د مشال خان لپاره د انصاف غوښتنه ده.

له ستوریا خان سره د مشال راډيو همکار اسرار عالم مومند مرکه دلته واورئ:

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:42 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

مشال خان دوه کاله وړاندې، د ۲۰۱۷م کال د اپریل پر ۱۳مه د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې بلوه ګرو مذهب ته د سپکاوي په تور وژلی و. خو وروسته د پولیسو پلټنو ثابته کړه چې هغه بېګناه و.

د پاکستان عدالتونو په دې جرم کې یو تن ته د اعدام او پنځو کسانو ته یې د عمر قید سزا اورولې ده او ۲۶ نور تورن کسان يې خوشې کړې دي.

د مشال خان پلار د مارچ پر ۲۱مه، په دې کې د ځینو پریکړو پرضد پېښور های کورټ ته خواست کړی دی.

XS
SM
MD
LG