د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه: د علي شېرزو ولس د تښتول شویو کسانو لپاره پرلت وهلی


د کورمې علیشېرزو پرلتوال
د کورمې علیشېرزو پرلتوال

د کورمې په علي شېرزو کې د جمعې پر ورځ ځايي ولس او مشرانو د خپلو څلورو کسانو د تری تمولو (ورکېدو) پرضد پرلت وهلی دی.

پرلت په تیندو کیمپ کې له سدې - مرغان روډ سره جوخت میدان کې وهل شوی دی او د خپلو ورکولو کسانو ژر تر ژره راخوشېکېدنه غواړي.

د تیندو ملک نور خان وايي، که یې غوښتنه و نه منل شوه نو به په لویه کچه لاریونونو او احتجاجونو ته مخه کړي.

د مرغان ځايي مشر نظام خان وايي: ''موږ خپلو کورونو ته پر دغه خبره ستانه شو چې تر پوځي عملیاتو وروسته یې سیمه له وسله والو پاکه ده او نور به په امن ژوند تیروي خو د څلور تنانو د ورکېدو دا خبره ثابته کړه چې داسې نه دي شوي او اوس هم هلته بد امني ده.''

د صدې ملک حاجي سلیم خان اورکزی وايي، دوی اوس په خپلو کې ناست دي او یوه جرګه جوړوي چې له حکومتي مشرانو سره د څلورو تنانو د راخوشېکدو پرغوښته وغږېږي.

د مالوماتو ترمخه، د مرغان سیمې څلور کسان د مارچ په ۲۶ مه نیټه نامالومه وسله والو د ټوپکو په زور له ځان سره تښتولي ول چې لا هم نه تری تم دي.

هغوی ټول شپونکیان ول چې د سیمې ځنګلونو ته د رمو څرولو لپاره ورغلي ول.

XS
SM
MD
LG