د لاسرسي ځای

تازه خبر

'له حقانیې مدرسې سره مالي مرستې د سیاسي ګټې لپاره شوې'


په اکوړي کې د مدرسې زدکونکي
په اکوړي کې د مدرسې زدکونکي

د خېبر پښتونخوا حکومت په روان مالي کال کې د نوښار د دارلعلوم حقانیې لپاره ۳۰ میلیونه روپۍ منظور کړې دي.

دا د هغه ۳۰۰ میلیونه روپیو یوه برخه ده چې د پروېز خټک په مشرۍ د تحریک انصاف تېر حکومت اعلان کړې وې.

په دغه اړه له نوښاره په صوبایي اسمبلۍ کې د تحریک انصاف استازي او د پبلیک اکاونټس کمېټۍ غړي محمد ادریس د اپرېل پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل چې حکومت دیني مدرسې قامي بهیر ته راوستل غواړي نو ځکه ورسره مالي مرستې کوي.

نوموړی زیاتوي چې دارالعلوم حقانیه د صوبې تر ټولو لویه مدرسه ده نو هلته د ځینو تعمیرونو لپاره حکومت پانګې منظورې کړي دي.

خو دا پانګې مدرسې ته نه بلکې د پښتونخوا د کار او خدمت محکمې ته ورکړل شوي دي.

په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د مخالف متحده مجلس عمل غړی مولانا لطف الرحمان وايي چې دارالعلوم حقانیې ته د دې مالي مرستو ورکول مدرسو له وده ورکول نه بلکې سیاسي ګټې ترلاسه کول دي.

هغه زیاته کړه چې د مدرسو د انتظام وفاقي بورډ له حکومته مالي پانګې نه اخلي.

د چارواکیو په وینا د خېبر پښتونخوا حکومت په روان مالي کال کې د های او هایر سیکنډري سکولونو کې د بنیادي اسانتیاو ورکولو لپاره ۱.۷ بیلیونه روپۍ منظوری کړي دي او بیا يې له دی مالي پانګو څخه۳۰ میلیونه حقانیې مدرسې ته ورکړی.

په پېښور کې خبریال محمد اشفاق وايي، له دې سره به د های سکولونو د پرمختیا په کار اغیز پرېوځي، ځکه چې حقانیه مدرسې ته د پیسو له ورکولو سره به اوس په ځینو سکولونو کې پرمختیايي کارونه بشپړ نه شي او یا به د ځنډ ښکار شي.

د یادونې وړ ده چې د پروېز خټک په مشرۍ د تحریک انصاف تېر حکومت په دارالعلوم حقانیه نوښار کې د اکاډیمیک بلاک په نوم د یو تعمیر لپاره شاوخوا ۳۰۰ میلیونه روپۍ منظور کړی وی چې ۲۸ میلیونه روپۍ ورته په ۲۰۱۸ ز مالي کال کې ورکړل شوې دي.

XS
SM
MD
LG