د لاسرسي ځای

تازه خبر

د رسنیو سمبالولو نوې سرکاري ادارې پاکستاني خبریالان ډارولي دي


په پاکستان کې خبريالانو د برېښنايي رسنیو سمبالولو پر نوې حکومتي ادارې (پیمرا)انديښنه ښودلې. په لاهور کې مشر خبريال امتياز عالم د شورو پر ورځ مشال رېډيو ته وويل چې د پېمرا دا نوې اداره به ټولې رسنۍ تر خپل کنټرول لاندې راولي.

نوموړي دا یو نوی غټ بولډوزر وباله چې ټولې رسنۍ کنټرول او غلې کړي. په رسنيو حکومتي دريځ يا بيانيه مخې ته يوسي. يوازې خبريالان نه بلکې د عام ولس غږ به هم غلی شي ځکه چې د پېمرا نوې ادارې هدف ټولنيزې رسنۍ هم کنټرولول دي. د دې ګام هدف په حکومت د تنقيد مخه نيول دي خو دا د پاکستان د جمهوري اقدارو او ادارو لپاره ډېر تاواني کار دی.''

د خبريالانو خونديتوب کمېټې تېره ورځ ويلي چې پاکستان حکومت پلان لري چې د پېمرا نوې ادارې تر چتر لاندې موجوده د بريښنايي رسنيو د نظم اداره پراخه کړي .کمېټه وايي د پاکستان د اطلاعاتو او نشرياتو وفاقي وزير فواد چودري ورته ويلي دي چې د نوې پېمرا رامنځته کولو هدف يې په مسلمانه نړۍ کې د تر ټولې ازادې مېډيا خوندي کول دي.

نوموړی وايي: ''موږ نوي څه نه راوړو بلکې موجوده څانګې له يو بل سره يوځای کوو.''

خو د پاکستان د خبريالانو د مرکزي ادارې فېډرل يونين اف جرنلسټس مرستيال مشر شميم شاهد پرون مشال رېډيو ته وويل چې دوی به د پېمرا د نوې ادارې مخه نيسي: ''موږ په سختۍ سره د دې غندنه کوو او موږ يې پرضد غږ راپورته کوو. که څه هم د دې نوې ادارې بشپړ تګلاره نه ده په ډاګه شوې خو له وړاندې په رسنيو او خبريالانو مختلف قدغنونه لګيدلي او موږ خبر شوي يو چې حکومت يې نور سختول غواړي.''

د خبريالانو خونديتوب کمېټه وايي د پېمرا نوې اداره به اختيار لري چې په رسنيو جرمانه ولګوي يا يې لايسنسې منسوخي کړي. همداراز د خبريالانو ځينې ټولنې به هم ختمې شي. د پاکستان د خبريالانو د مرکزي ادارې فېډرل يونين اف جرنلسټس يو مشر غړي شوکت پرويز تېره ورځ مشال رېډيو ته وويل: ''د ای ټي اېن اي په نامه زموږ اداره ، کومه چې خبريالانو ته د اسانتياوو ورکولو يوازينۍ اداره ده نو د دې نوې پېمرا له رامنځته کېدو سره به دغه ختمه شي. نو موږ پر دې سخت انديښمن يو.''

پاکستان حکومت پر داسې وخت د پېمرا د نوې ادارې رامنځته کولو پلان لري چې له څو مياشتو راهيسې په پاکستان کې په لسګونه خبريالانو روزګارونه له لاسو ورکړي دي. د رسنيو مالکان وايي خبريالان يې ځکه ويستلي چې اشتهارونه نه لري.

XS
SM
MD
LG