د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر پښتونخوا کې توپان اته تنه وژلي ۵۰ ژوبل


په خېبر پښتونخوا کې سېلاوونه زیانونه اړولي.
په خېبر پښتونخوا کې سېلاوونه زیانونه اړولي.

د خېبر پښتونخوا قدرتي ناورینونو سمبالو ادارې ويلي چې د صوبې په بېلابېلو سيمو کې سېلاوونو اته کسان وژلي او پنځوس نور يې ټپیان کړي دي.

په چارشنبه مشال راډيو ته د لېږلو معلوماتو ترمخه ځينې کورونه هم ويجاړ شوي دي او دوی کوښښ کوي چې زيانمنو کسانو ته مرستې ورسوي.

د مشال راډیو خبریال وايي، د نهې په مازیګر د پښتونخوا په سرښار پېښور، مردان، چارسده، صوابۍ، خیبر، کوهاټ، ډېره اسماعیل خان او نورو سیمو کې توپاني باران ونې له بیخه اېستلې دي، د کچه کورونو بامونه او دیوالونه یې چپه کړې دي او لوحې/بورډونه یې رانسکور کړي دي.

پي‌ ډي‌ ایم ای وایي توپاني باران درې کسان په پېښور، دوه په صوابۍ او یو په کوهاټ کې وژلي دي.

د پښتونخوا روغتیا څانګې چارواکي وايي په له توپانه په ژوبلو کې ۱۷ کسان شیرپاو روغتون،۱۳ جرنیلي هسپتال او ۱۲ پوځي هسپتال (سي ایم ایچ ) ته رسول شوي دي او ‌په لسګونه نور ژوبل کسان یې د صوبې بېلابېلو هسپتالونو ته رسولي دي.

د خیبر ضلعې ډپټې کمشنر مسعود اسلم رسنیو ته ویلي په خیبر کې هم له توپانه د یوه کور دیوالنړېدلی دی چې پکې یو نهه کلن ماشوم وژل شوی دی او هلته په بېلابېلو سیمو کې ځینې نور کسان ژوبل شوي چې ددرملنې لپاره جمرود روغتون ته لېږدول شوي‌ دي.

دغه توپان د پېښور او نورو سیمو د بجلۍ نظام هم ګدوډ کړی دی او د پېښور بجلۍ رسد اداره پیسکو وایي چې ۱۹۱ فیډرو ته یې زیان اړولی دی.

په همدې حال کې په بلوچستان کې سېلاوونو په بېلابېلو سيمو کې د کر ځمکې وړې او ځينې کورونه يې وران کړي دي. په کلا سیف الله کې سختې ږلۍ ګڼ باغونه وهلي دي.

د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ کې د اپوزېشن ګوند جماعت علمای اسلام (ف) غړي حاجي نواز خان نن مشال راډيو ته وويل چې تر ټولو زياته سېلاو ځپلې ضلعه قلع عبدالله ده چې حکومت پکې خلکو ته مرسته نه ده رسولې.

نوموړي تور ولګول، د چا چې کور او باغ وران شوی دی هغوی ته مرستې نه دي رسېدلې بلکې پر سیاسي بنیادونو مرستې نورو خلکو ته وېشل شوې دي. نوموړي پر حکومت ږغ وکړ چې د ولس غم دې وخوري.

په سېشنبه د اپرېل پر نهمه نېټه په دې اړه د پلوچستان په صوبايي اسمبلۍ کې حکومتي غړیو د اپوزېشن تورونه رد کړل او ويې ويل چې دوی ټولو باران او سېلاو ځپلو سيمو ته پر وخت مرستې رسولې دي.

XS
SM
MD
LG