د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان حکومت وايي د هر ضلعي روغتون اړتیاوې پوره کوي


د کوټې د روغتون یو پخوانی عکس
د کوټې د روغتون یو پخوانی عکس

د بلوچستان د ځوانو ډاکټرانو اتحادیه وايي ، دوي ځکه په وار وار احتجاجونه کوي چې د صوبې په سرکاري روغتونونو کې مناسب سهولتونه نشته.

یاده اتحادیه وايي ،ولس دې ته نه ګوري چې د سهولتونو د نیشتوالي زمه وار ډاکټران نه بلکې د صحت محکمې ځايي او صوبايي چارواکي دي.

د بلوچستان د ځوانو ډاکټرانو د اتحادیې یو مخکښ ډاکټر یاسر خوستي د اپرېل پر نهمه نېټه مشال راډیو ته وویل ، دوي د ولس او حکومت په منځ کې را ګیر دي.

ده وویل ، پر دې سربېره له مشکل سره مخامخ دي چې د کوټې په سېول هسپال او بولان میډیکل کمپلکس کې تر ټاکلي معیار لس چنده زیاتې معاینې او علاجونه کوي.

ده وویل ، “هره ورځ جګړې وي او د هغه وجه دا ده چې موږ د ناروغ تر کتلو وروسته د هغه خپلوان په دوایانو او ټسټونو پسې لېږلو او هغوي یو پلو پرېشانه وي او بل پلو ستړي شي نو بیا غصه پر موږ کوي.”

ډاکټر یاسر خوستي وویل ، دا مسله په خاصه توګه د شپې مهال زیاته وي ، ځکه چې هغه وخت بهر هم هر څه بند وي.

نوموړي زیاته کړه چې “ په شپه کې له موږ سره نه د لبارټرۍ سهولت وي ، نه د ایکسرې سهولت وي او نه د الټراساونډ سهولت وي. په دې کې باید چې آی سي یو وي ، په دې کې باید چې سیټي سکېن ، په دې کې باید چې ایم ای ای وي او د وینې د معایناتو ټولې سهولتونه وي. خو دلته په کوټه کې موږ دا هیڅ نه لرو نو د ضلعو پر سطح خو د هسپالونو یوازې ودانۍ ولاړې دي.”

د بلوچستان د صحت محکمې سیکرټري حافظ عبدالماجد د اپرېل پر نهمه له مشال راډیو سره په خبرو کې ومنله چې د ډاکټرانو شکایتونه پر ځای دي.

ده وویل ، په دې کې هیڅ شک نشته چې د صوبې د ضلعو په مرکزي هسپتالونو کې د طبي عملې ، سامانونو او دوایانو کمي ده.

حافظ عبدالماجد وویل ، “موږ خپله پوره هڅه کوو چې دا مسله هواره کړو. اوس موږ شاوخوا ۵۸۰ میډیکل افسران ، ښځینه میډیکل افسرانې ډینټل سرجنان او نرسان اخیستي او په دې روغتونو کې مو ګمارلي دي. چې په کومو روغتونو کې د سامان کمي ده هغه پوره کوو او اوس په زیاتره روغتونو کې عملیات کېږي.”

حافظ عبدالماجد وویل ، دا هم مني چې د نورو سامانونو هم اړتیا شته او دوي لګیا دي هغه تشه هم ډکوي.

ده وویل ، “ موږ نور سامانونه هم اخلو. د ۷۰ کروړه روپیو سامان دا کال اخلو. د یو ارب هغه مو اخیستي دي او هغه را روان دي. نو که خدای کړي وو زموږ روغتونونه به په پوره توګه په سامانونو سمبال شي.”

د بلوچستان د ځوان ډاکټرانو اتحادیه وايي ، دوي له بهر ملکونو سره موازنه نه کوي بلکې یوازې دومرې غوښتنه کوي چې د بلوچستان روغتونونه هم د کراچۍ ، لاهور او پېښور په څیر وسایل ولري.

XS
SM
MD
LG